د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره هوکړه مشروطه منځپانګه لري: ارګ


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، امریکايي چارواکو ورته ویلي چې له طالبانو سره هوکړه چې په پام کې ده ژر وروستۍ او لاسلیک شي، مشروطه منځپانګه لري.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې د فبرورۍ پر۱۴مه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د دفاع وزیر مارک ایسپر او د سولې په چارو کې د دوی استازي زلمي خلیلزاد د ميونخ امنیتي غونډې په څنډه کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکړې.

ولسمشر غني د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره
ولسمشر غني د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره

په خبرپاڼه کې د دغو امریکایي چارواکو له قوله لیکل شوي چې د هوکړې هېڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي.

دوی وړاندې زیاته کړې، واقعیت او اصله موضوع دا ده چې طالبان حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي او په کثرت ګرا ټولنه اعتراف کوي.

د ارګ خبرپاڼه د مایک پامپیو په حواله وایي چې امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او طالبان باید له ترهګرۍ سره مخه ښه وکړي او له جګړې لاس واخلي.

خو د امریکا حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي، د خپل نوم پټ ساتلو په شرط په ميونخ کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه شوې او ښايي په د فبرورۍ پر۱۵مه او ۱۶مه اعلان شي.

نوموړي څرګنده کړې کله چې په اوو ورځو کې د تاوتریخوالي اندازه کمه شي، خبرې به بل پړاو ته ولاړې شي چې هغه به د ټولو افغانانو په ګډون د بین الافغاني خبرو پیل وي.

رویټرز اژانس د دې امریکايي چارواکي په حواله لیکلي، "موږ غواړو چې د افغانستان حکومت په مذاکراتو کې د ګډون لپاره یو پلاوی وټاکي، داسې پلاوی چې ټول په کې شامل وي، بیا به د بحث لومړۍ موضوع دایمي اوربند وي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسره ورسېږي."

مارک ايسپر زیاته کړه، "امریکا ژمن ده چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو خوندي ځای نه وي او له هغه ځایه به زموږ پر خاوره برید نه کېږي، څرنګه چې راتلونکي وخت ته ګورو، زموږ دا ژمنتيا ده چې په هرې ممکنې لارې د دې هدف ساتنه وکړو."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اصولو کې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو هوکړه تايید کړې ده.

په افغانستان کې اوسمهال ۱۲ نیم زره امریکايي سرتېري او زرګونه اروپايي پوځيان د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې خدمت کوي.

د ناټو عمومي منشي، ینز ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۱۴مه په ميونخ کې په خبري غونډه کې اشاره وکړه چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت راتلونکې په دې پورې تړلې چې طالبان سولې ته څرنګه ژمنتیا څرګندوي.

ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي سره.
ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي سره.

ینز ستولرنبرګ وویل: "ناټو اوسمهال په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري، موږ چمتو یو چې د دې پوځ شمېر تنظیم کړو خو که طالبان په واقعیت کې د تاوتریخوالي کمولو توان او ژمنتيا څرګنده کړي او موږ د سولې پر لور لاره وګورو، یوازينۍ لار چې ناټو د سولې د هڅو ملاتړ وکړي دا ده چې د افغانستان له ملي اردو او امنیتي ادارو سره همکاري جاري وساتي او په دې ډول طالبانو ته جوته شي چې هېڅکله د جګړې په ډګر کې نه شي بريالي کېدای."

ستولتنبرګ د فبرورۍ پر۱۴مه په ميونخ کې د امنیتي غونډې په څنډه کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم وليدل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG