د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه شوې"


قطر کې د امریکايي او طالب مرکچي پلاوي ګډ انځور (ارشيف)

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ پر۱۴مه د امریکا له دفاع وزیر مارک ايسپر او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مایک او پامپیو سره وکتل.

پامپیو او ايسپر د جرمني په ميونخ ښار کې د سترې امنیتي غونډې په څنډه کې له اشرف غني سره کتلي دي. د هغوی د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي.

خو د امریکا حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي، د خپل نوم پټ ساتلو په شرط په ميونخ کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه شوې او ښايي په د فبرورۍ پر۱۵مه او ۱۶مه اعلان شي.

ولسمشر غني د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره
ولسمشر غني د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره

د امریکا حکومت دې چارواکي ویلي چې امریکا او طالبانو هوکړه کړې چې یوه اونۍ به د ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او وسله والو نښتو په ګډون په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کموي.

دې چارواکي وویل چې په هوکړه کې په وضاحت لیکل شوي چې په دې کې به د افغانستان د حکومتي ځواکونو پرضد د بریدونه کموالی هم شامل وي.

د امریکا حکومت دې لوړ رتبه چارواکي څرګنده کړې کله چې په اوو ورځو کې د تاوتریخوالي اندازه کمه شي، خبرې به بل پړاو ته ولاړې شي چې هغه به د ټولو افغانانو په ګډون د بین الافغاني خبرو پیل وي.

رویټرز اژانس د دې امریکايي چارواکي په حواله لیکلي، "موږ غواړو چې د افغانستان حکومت په مذاکراتو کې د ګډون لپاره یو پلاوی وټاکي، داسې پلاوی چې ټول په کې شامل وي، بیا به د بحث لومړۍ موضوع دایمي اوربند وي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسره ورسېږي."

د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر ونه ویل چې هوکړه شوې ده خو څرګنده یې کړه چې وسله وال طالبان به د یوې اونۍ لپاره تاوتریخوالی کموي او ورپسې به د طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرې پیلېږي.

ايسپر د فبرورۍ پر ۱۴مه په ميونخ کې خبریالانو ته ویلي چې د سولې د هوکړې لپاره باید ټولې خواوې خپله ژمنتیا په عمل کې څرګنده کړي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر هم د فبرورۍ پر ۱۴مه د پامپیو، ايسپر او غني په کتنه کې شامل وو.

مارک ايسپر زیاته کړه، "امریکا ژمن ده چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو خوندي ځای نه وي او له هغه ځایه به زموږ پر خاوره برید نه کېږي، څرنګه چې راتلونکي وخت ته ګورو، زموږ دا ژمنتيا ده چې په هرې ممکنې لارې د دې هدف ساتنه وکړو."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اصولو کې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو هوکړه تايید کړې ده.

په افغانستان کې اوسمهال ۱۲ نیم زره امریکايي سرتېري او زرګونه اروپايي پوځيان د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې خدمت کوي.

د ناټو عمومي منشي، ینز ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۱۴مه په ميونخ کې په خبري غونډه کې اشاره وکړه چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت راتلونکې په دې پورې تړلې چې طالبان سولې ته څرنګه ژمنتیا څرګندوي.

ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي سره.
ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي سره.

ینز ستولرنبرګ وویل: "ناټو اوسمهال په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري، موږ چمتو یو چې د دې پوځ شمېر تنظیم کړو خو که طالبان په واقعیت کې د تاوتریخوالي کمولو توان او ژمنتيا څرګنده کړي او موږ د سولې پر لور لاره وګورو، یوازينۍ لار چې ناټو د سولې د هڅو ملاتړ وکړي دا ده چې د افغانستان له ملي اردو او امنیتي ادارو سره همکاري جاري وساتي او په دې ډول طالبانو ته جوته شي چې هېڅکله د جګړې په ډګر کې نه شي بريالي کېدای."

ستولتنبرګ د فبرورۍ پر۱۴مه په ميونخ کې د امنیتي غونډې په څنډه کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم وليدل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG