د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د دوی سیمو بیارغونې ته پام نه دی کړی: د منګلو مشران


د خوست او پکتیا د منګلو د قوم مشران او ځوانان وايي، چې د نوي مالي کال په بودجه کې د دوی د ولسوالیو لپاره د بیارغونې پروژې په پام کې نه دي نیول شوي.

دوی د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، که چیرې د منګلو سیمو او ولسوالیو ته خپل حقوق ورنکړل شي، نو د حکومتي ادارو په مخکې به پرلت ووهي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به لاریونونه وکړي.

بل لوري ته ځايي چارواکي د غونډې د ګډونوالو د یادې ادعا په ځواب کې وايي، چې د منګلو په سیمو او ولسوالیو کې ګڼې او مهمې رغنیزې پروژې تر کار لاندې دي.

د غونډې یو ګډونوال د پکتیا اوسېدونکي جنت خان منګل مشال راډیو ته وویل، چې د سږ کال په بودجه کې د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ته هېڅ پروژه په پام کې نه ده نیول شوې.

دی زیاتوي، د نورو سیمو په شان منګل میشتې سیمې هم بیارغونې ته اړتیا لري او دی هیله لري، چې حکومت دې برخې ته پاملرنه وکړي.

قومي مشر حیدرګل منګل او یو تن ځوان نوروز هم په خپلو خبرو کې د ولسمشر، پارلېمان او ولایتي ادارې غوښتنه وکړه، چې د دوی ونډه او حق دې نه ضایع کېږي.

دوی په وینا، منګل میشتو ولسوالیو ته دا دوه کاله درې پلونه منظور شوي، خو کارونه يې نه پیلیږي.

دوی ګواښ وکړ، که چیرې غوښتنې يې وانوریدل شي، نو د و لایت مقام مخې ته به پرلت ووهي.

دې غونډې درې نورو ګډونوالو احمد منګل، د خوست اوسېدونکي انجینر حضرت الله ریان او محمدرفیق غروال بیا له افغان حکومت وغوښتل، چې د بیارغونې په برخو کې د یادې سیمې لومړیتوبونه تشخیص کړي.

دوی زیاتوله، که د منګلو د قوم اوسېدونکو ستونزو او غوښتنو ته پام ونشي، نو د هرې ممکنې او قانوني لارې به خپل غږونه اوچت کړي او حتا لوی لاریونونه به وکړي.

بل لوري ته د خوست چارواکي وایي، ولایتي اداره د ټولو سیمو متوازنې پرمختیا ته ژمنه ده او په دې وروستیو کې لیرې پرتو ولسوالیو او سیمو ته پاملرنه ډېره شوې ده.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وویل، په موسی خېلو کې ۱۶ رغنیزې پروژې عملاً روانې دي او قلندر هم چې پخوا يې ښار سره سړک نه درلود، د شل کیلومتره په اوږدوالي يې د سړک د جوړولو کارونه روان دي.

د ښاغلي منګل چې د قلندر په مربوطاتو کې د ځینو نورو پروژو ډیزاین چارې۷۰ سلنه بشپړې شوي، چې بودجوي کوډ کې شاملې شوې دي.

که څه هم ډېر کله ولایتي چارواکي په ځینو سیمو کې د پروژو د نه پلي کېدو یو لامل ناامني ګڼي، خو د منګلو مشرانو بیا په دې غونډه کې حکومتي مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د پروژو په پلي کیدو کې همکاري ته تیار دي.

څو ورځې وړاندې په پکتیکا کې د ځدراڼو قومي مخورو هم په ورته ډول د یوې پراخې غونډې له لارې د دوی سیمو بیارغونې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG