د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه کانفرنس کېږي


په کانفرنس کې به د ۲۰ هېوادونو غړي او د ملګرو ملتونو چارواکي شامل وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار وايي، د فبرورۍ پر ۱۷مه او ۱۸مه به د افغان کډوالو په اړه په اسلام اباد کې دوه ورځنی نړیوال کانفرس کېږي.

په کانفرنس کې به د ۲۰ هېوادونو غړي او د ملګرو ملتونو چارواکي شامل وي.

په پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند قیصر خان اپریدي د فبرورۍ پر ۱۰مه نېټه مشال راډيو ته وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د ۴۰ کالونو پوره کېدو په مناسبت یې دا کانفرس رابللی چې پکې به د پاکستان د حکومت ستاینه کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په دې غوڼده کې به له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې له اسلام اباد سره د افغان کډوالو په ترڅ کې ملاتړ وکړي او افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره دې هم مرسته وکړي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ايسارېدو موده د روان کال د جون مياشتې تر اخره غځولې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG