د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: بيا رغونې تر ۵۰۰۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


افغان کارګر په کار بوخت دی (ارشېف)

 د امريکا د حکومت يوې څارونکې ادارې ويلي چې په افغانستان کې دا مرګ ژوبله تر هغه وروسته رامنځ ته شوې چې کله په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ بريد وشو او د طالبانو رژيم يې ړنګ کړ.

په افغانستان کې په تېرو ۱۷ کلونو کې د بيارغاونې او ثبات فعاليتونو ۵۱۳۵ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د امريکا د حکومت يوې څارونکې ادارې ويلي چې په افغانستان کې دا مرګ ژوبله تر هغه وروسته رامنځ ته شوې چې کله په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ بريد وشو او د طالبانو رژيم يې ړنګ کړ.

د افغانستان د بيارغاونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش ادارې "سيګار" د فبرورۍ پر ۱۱ مه نېټه په خپاره کړي راپور کې موندلې چې ۲۲۱۴ کسان په هغو غټو پروژو کې وژل شوي چې د افغانستان د بياجوړونې لپاره د امريکا په مشرۍ پرمخ تللې.

په وژل شوو او ژوبلو کې تر ۷۰ فيصده زيات او همدا راز په تښتول شوو کې شاوخوا ۸۶ فيصده افغانان ول چې زياتره يې ولسي وګړي دي.
سيګار

سيګار چې په جنګ ځپلي هېواد افغانستان کې د امريکا د بيلينونو ډالرو د مصرف څارنه کوي ويلي چې دا وژنې له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د بريدونو په نتيجه کې شوې دي.

پر دې سربېره ۲۲۹۱ نور کسان په هغو پروژو کې ژوبل شوي چې په افغانستان کې د زيربنا له جوړولو څخه نيولې بيا د سکولونو تر جوړولو پورې پرمخ وړل کېدې.

راپور هغه ۱۱۸۲ کسان هم په ګوته کړي چې پر دې مهال وتښتول شول او يا هم لادرکه شول.

په وژل شوو او ژوبلو کې تر ۷۰ فيصده زيات او همدا راز په تښتول شوو کې شاوخوا ۸۶ فيصده افغانان ول چې زياتره يې ولسي وګړي دي.

"د بيارغاونې بشري قيمت" په نوم خپور شوي دې راپور کې ويل شوي چې په وژل شوو کې يې ۲۸۴ امريکايان دي چې نظامي او ولسي وګړي دواړه پکې شامل دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG