د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت ته درخواست: احسان الله احسان که تښتېدلی نه دی نو څه شو؟


 پاکستان تر اوسه د احسان الله احسان د تښتېدو یا نه تښتېدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
پاکستان تر اوسه د احسان الله احسان د تښتېدو یا نه تښتېدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

پراګ ـ په ټولنیزو رسنیو، د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار پخواني ویاند احسان الله احسان ته د منسوب بیان د خپرېدو نه پس، د پېښور یو وکیل او د «ارمي پبلک سکول د شهدا فورم مشر» فضل خان ایډوکیټ د فبرورۍ پر اتمه نېټه په پېښور هایکورټ کې درخواست جمع کړی.

فضل خان ایډوکیټ د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان ادارې دې سپیناوی وکړي چې د هغوی له ولکې نه احسان الله احسان څنګه ووت؟ او که دا خبره ناسمه وي نو نوموړی دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

"له دغو ریاستي ادارو نه تپوس کوو، که چېرې احسان الله احسان نه هم دی تښتېدلی نو بیا دې عدالت ته راولي او وړاندې دې کړي او سزا دې ورکړي او که چېرې هغه تښتېدلی وي او د دې شي دوی اعتراف کوي نو بیا دې د هغو کسانو خلاف کارروايي وکړي له چا نه چې غفلت شوی دی."

په ټولنیزو رسنیو د فبرورۍ په شپږمه یو اډیو پیغام خپور شوی وو چې پکې یو تن ځان احسان الله احسان ښيي او وايي، هغه سره د خپلې کورنۍ د پاکستان د امنیتي ادرو له ولکې وتلی دی. احسان الله ویلي چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ پر پینځمه نېټه یې د یو تړون له مخې ځان پخپله د پاکستان استخباراتي ادارو ته سپارلی وو.

د پېښور وکیل او د ارمي پبلک سکول د شهدا فورم مشر فضل خان ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل، احسان الله احسان د پېښور په ارمي پبلک سکول د برید او داسې د لسګونو نورو پېښو ذمه واري قبوله کړې وه نو د داسې کس تښتېدل د ټولو قربانیانو کورنیو ته د نارامۍ سبب ګرځي. هغه وايي د مظاهرو ترڅنګ به خپله خبره ان ملګرو ملتونو پورې رسوي:

"د ارمي پبلک سکول د پېښې اغېزمنې شوې ټولې کورنۍ سخت خپه دي. موږ دا پلان لرو چې د مظاهرو لپاره به لارو کوڅو ته راووځو او دا فیصله مو هم کړېده چې ملګرو ملتونو ته به ځو او ټولې نړۍ ته به دا پیغام ورکوو چې له موږ سره زموږ ریاست دا ظلم کوي نو ځکه دا ریاست زموږ د بچو قاتل دی او د قاتلانو سرپرستي هم دغه ریاست کوي."

د پاکستان ملکي حکومت او پوځ تر اوسه د احسان الله احسان د تښتېدو یا نه تښتېدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې. مشال راډیو د فبرورۍ پر اوومه د پاکستاني پوځ له یوه چارواکي سره تماس ونیولو خو هغه په دې موضوع له څه ویلو ډډه وکړه.

پاکستانۍ ورځپاڼې دې نیوز د فبرورۍ په اتمه لیکلي، احسان الله احسان له هغوی سره خبرې کړي او ادعا یې کړې چې د خپلې مېرمنې، زوی او لور سره یو ځای ترکي ته رسېدلی دی.

قانون پوه نور عالم خان وايي، پاکستان چې د کومو اتو هیوادونو سره په ترهګرۍ کې د ښکېلو کسانو یو بل ته د سپارلو تړون لري، د ترکي هیواد پکې نه دی شامل نو که احسان الله احسان په ترکي کې وي هم نو دا امکان نشته چې د عدالتي کاروایۍ لپاره دې واپس کړای شي.

نوموړي د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال دا هم وویل چې د احسان الله احسان په وینا، ځان یې پخپله خوښه د پاکستان استخباراتي ادارو ته سپارلی وو او حکومت د هغه پر ضد د ترهګرۍ فرد جرم نه وو لګولی، یواځې پرې الزامونه وو نو په داسې حال کې د کوم بل ملک نه د هغه واپسي ناشونې ښکاري.

احسان الله احسان خواو شا ۱۰ کاله د تحریک طالبان پاکستان د ویاند په توګه د لسګونو لویو او وړو ترهګریزو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی وو. د پاکستاني امنیتي ادارو له منګولو د هغه د تښتېدو راپورونو په پاکستان کې دننه او د پاکستان نه بهر اندېښنې راپارولي او ګڼو نړیوالو رسنیو هم په دې اړه لیکنې کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG