د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ۲۸ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره يو ځای شول


ارشیف

د افغانستان ننګرهار چارواکي وايي چې اته ويشت تنه وسله وال طالبان له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د ملي امنیت ځواکونو په هڅو د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.


د سولې له بهیر سره یو ځای شوي وسله وال طالبان وايي چې له دې وروسته به د وطن د ورانولو پر ځای وطن جوړولو ته مټي رانغاړي.

د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دغه وسله وال طالبان د فبروري په اتمه نېټه د ننګرهار چارواکو د ملي امنيت ریاست په انګړ کې د خبريالانو پر وړاندې ودرول.


په دې موقع د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د دولت په نورو وسله والو مخالفینو هم غږ وکړ چې له جنګه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره يو ځای شي:

"۲۸ تنه چې د خوږیاڼي، هسکې مېنې، بټي کوټ، لالپورې او مومندرې ولسوالیو دي، دوی د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي. زه له دوی څخه مننه کوم او هیله مې ترې دا ده چې د خپلو نورو انډيوالانو سره تماسونه ونیسي او جنګ بس کړي. ځکه دا جنګ زموږ جنګ نه دی. له نور ولسونه چې څنګه ژوند کوي، دوی دې هم خپل ژوند ته دوام ورکړي، دا د دوی په خیر هم ده او د ولسونو په خیر هم ده."

دغه وسله وال طالبان خوشحاله ول چې د سولې له پروسې سره یو ځای شول، د شیرعلي په نوم يو تن چې د بټي کوټ ولسوالۍ سره تعلق لري، په نورو وسله والو طالبان غږ کوي چې د سولې له بهیر سره يو ځای شي:

"درې کاله مې د امارت په لیکو کې کار کولو، د امارت ظلمونه مو ولیدل، خلک يې مړه کول، خلک يې حلالول، یو میل وسله مې راوړه او د سولې له پروسې سره يو ځای شوم، زموږ نور ورونه دې هم راشي، د سولې له پروسې سره دې يو ځای شي او د ظلم نه دې لاس واخلي."

عزیز په نوم يو بل تن وسله وال طالب د خوږیاڼو ولسوالي څخه دی، وايي چې د حقیقت په پوهېدو سره يې له جنګه لاس واخيست او د سولې له بهیر سره يو ځای شو.

" امارت اسلامي سره اوم، درې څلور کاله کېږي چې د دولت په خلاف جنګېدو، کله چې موږ ته معلومات وشو چې موږ د بل چا په لاس کې یوو، بل څوک مو غولوي او خپل ورور راباندې وژني، ځان سره مې فیصله وکړه او د سولې له پروسې سره يو ځای شوو"

د ننګرهار چارواکي وايي چې په تېرو څو میاشتو کې د څه باندې ۱۴۰۰ داعشیانو نه علاوه، د ملي امنيت ریاست ځواکونو په هڅو ۱۴۲ تنه وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره يو ځای شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

کوټه کې 'ځانمرګي برید' اووه تنه وژلي ګڼ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG