د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست یو شمېر یتیم ماشومان په علمي سفر کابل ته ولیږل شول


له خوسته کابل ته د سفر پر مهال
له خوسته کابل ته د سفر پر مهال

د فبرورۍ پر شپږمه د خوست د ولایت مقام لخوا ۳۷ تنه یتیم ماشومان چې پلرونه يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي، د الوتکې له لارې د یو علمي سفر لپاره کابل ته ولیږل شول.

د خوست په هوايي ډګر کې ځايي چارواکو رسنیو ته وویل، یاد ماشومان به په پلازمینه کې د ځینو تاریخي او فرهنګي ځایونو د کتنې په خوا کې د افغان ولسمشر او لومړی میرمنې همدارنګه د امنیتي سکټور له وزیرانو سرهخپلې غوښتنې شریکې کړي.

بل لوري ته بیا یاد ماشومان وايي، دوی به د حکومت له مشرانو وغواړي، چې یتیمانو ته یو مجهز روزنتون جوړ کړي او د وژل شویو سرتیرو کورنیو لپاره ځانته د استوګنې ښارګوټی اباد کړي.

خوست والي محمدحلیم فدايي وویل، د یتیمو ماشومانو لپاره دا درې ورځنۍ علمي سفر دی، چې دې ماشومانو سره به د ژوند د ښو خاطرو په توګه پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه: "په لومړي ځل د خوست روزنتون ۳۷تنه یتیم او بې سرپرسته ماشومان له خوست څخه کابل ته د کام ایر الوتکه کې د یو علمي سفر لپاره د دریو ورځو په خاطر استول کیږي، چې پدغه علمي سفر کې به دوی د دارالامان له قصر، ځینو رسنیو او کتابخانو څخه دوی کتنه کوي، ددې تر څنګ به د دوی دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رئیس، لومړنی میرمنې او که ممکنه وي، په خپله ولسمشر سره به ویني."

خوست والي زیاتوي، دوی به لااقل ارګ چې له هغه ځایه د افغانستان د خلکو سیاسي پرېکړې کیږي وګوري او دا ټول ماشومان هغه دي، چې دوی خپل پلرونه په ترهګریزو بریدونو او چاودنو کې دلاسه ورکړي دي.

ده وویل، د دې یتمانو له ډلې یو ماشوم څه موده مخکې د نیمې ورځې لپار د خوست والي نومول شوی وو، چې په هغه ورځ يې دې ماشوم د یتیمانو او روزنتون ستونزې د کورنیو چارو وزارت د پالیسي له معینې سره شریکې کړې وې، او د هماغه کتنې په رڼا کې دا برنامه د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ د رهبری سره په همغږۍ کې جوړه شوې ده.

بصیراحمد هماغه ماشوم چې د نیمې ورځې لپاره په سمبولیک ډول د خوست والي نومول شوی وو،د دې په اړه چې د افغانستان د دولت مشرانو سره به کومې غوښتنې شریکوي، وویل:

دی به له ولسمشره وغواړي، چې په خوست کې یتیمانو ته مجهز روزنتون جوړ کړي، د روزنتون د ظرفیت د ډېریدو غوښتنه به وکړي، تر څو ډېرو یتمانو ته پدې روزنتون کې د اوسیدو او زده کړو زمینه برابره شي.

نصیراحمد دا هم وویل، د افغان حکومت له چارواکو به وغواړي، چې د افغان ملي دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو سرتیرو او منصبدارنو کورنیو ته د استوګنې د نمرو یوه ځانته پروژه وویشي.

د هدایت الله په نوم د روزنتون د دریم ټولګي یو بل زده کوونکي هم وویل، دوی ته ستر روزنتون جوړ شي، د ژوند اسانتیاوې دې په کې برابرې شي، تر څو نورو یتیمو ماشومانو ته هم په کې د زده کړې زمینه برابره شي.

خوست له هغو ولایتونو دی، چې یو زیات شمېر يې ځوانان يې په خوست او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې قرباني ورکړې ده.

د ځینو رسمي سرچینو د مالوماتو له مخې یوازې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ خواوشا دوه زره ځوانان د افغان ځواکونو په لیکو کې وژل شوي، چې زرګونه کونډې او یتمان ورڅخه پاتې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG