د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښرنه کې د زیاتېدونکیو جنايي پېښو پرضد لاریون


نن دوشنبه د پکتیکا په مرکز ښرنه کې ګڼو خلکو په دغه ښار کې د وژنو زیاتېدونکیو پېښو پرضد لاریون وکړ او د امنیت غوښتنه یې کوله.

لاریونوالو وویل، دا څنګه کېدلی شي، چې په ښار او یا ښار پورې تړلو سیمو کې دې څو-څو واره خلک ووژل شي او پولیس دې د عاملانو په نیولو بریالي نشي.

پکتیکاوالو وروسته له هغه لاریون وکړ، چې تېر ماسخوتن ښار ته په درې کیلومتری کې د ښرنې دوه دوکاندران ووژل شول، درېم ټپي شو، خو عاملین يې وتښتیدل.

لاریونوالو ګواښ وکړ، که په مرکز ښرنه کې د وروستۍ پيښې عاملین و نه نیول شي، خلک به خپلو لاریونونو او اعتراضونو ته دوام ورکړي.

مدني فعال او لاریونوال فیروز زلال مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، لاریونوال په کلکه د دوشنبې د ماسخوتن پيښې د عاملانو د نیولو غوښتنه لري او که غوښتنه يې وانوریدل شي، دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

مدني فعال زاهد پکتیکاوال هم وايي، تر څو د بیګانی پېښې عاملان نه وي نیول شوي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

د بیګانی پيښې د قربانیانو د کورنۍ یو غړي وویل، دوی سره ظلم شوی او تر څو چې ددې ظلم مرتکبین ونه نیول شي، دوی به خپلو کورونو ته واپس نه شي.

بل لوري ته د پکتیکا امینه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د پیښې وروسته پولیسو خپل اجراات کړي او د پيښې ځای ته نږدې يې ۵ کسان د وسلوالو غلاوو په تور نیولي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانی ویاند شاه محمد ارین وویل، پولیس به خپل ټول توان په کار واچوي، چې دا ډول پيښې بیا تکرار نشي.

نوموړي زیاته کړه:

''په پکتیکا کې د پرونی پيښې په اړه پولیسو سمدستي اجراات پیل کړي دي، تر اوسه مو د هغې قضیې په تړاو ۵ نفره نیولي دي، چې څارنوالی ته به معرفي شي، په نورو نفرو هم کار روان ده، زموږ هڅې دوامداره دي، چې دغسې پيښې بیا تکرار نشي.''

یاده دې وي، له یوې میاشتې په ډېره موده کې دا دریم ځل دی، چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې وسلوال غله او اختطاف کوونکي د وژلو او اختطاف پيښې کوي او بیا په تېښتو بریالي کیږي.

د تېرې ډسمبر میاشتې په ۳۱مه هم د مرکز ښرنې اړوند خواجه خېلو کلي ته څېرمه څلور کسان پولیسو له سړي تښتونکو ژغورلي ول، خو اختطاف کوونکي په تېښته بریالي شوي ول.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG