د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مظاهره چيانو بنديزونه د حکومتونو په تاوان دي: ځوانان


پراګ - د بخښنې نړيوال سازمان وايي په اسيايې هېوادونو کې ځينې حکومتونه د بنيادي ازاديو له بېخه اېستو هڅه کوي چې له کبله يې د ځینو پرضد د ځوانانو په مشرۍ مظاهرې رامنځته شوي.

دې سازمان د جنورۍ په ۳۰ مه خپل کلني راپور کې دغه خبره کړې. دا په داسې کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او ځينې نور غړي يې چې د خپلو غوښتنو لپاره سوله ييزه مظاهره کوي دا وخت په جېل کې دي.

د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو هم د ياد سازمان له يو مخکښ عالمزېب مسيد،د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د اجرايوي کمېتې غړي او ټولنيزو رسنيو ځوان مدني فعال ضياالله همدرد سره خبرې کړي.

دا درېواړه مېلمانه دا خبره مني چې د ځوانانو په مشرۍ په سوله ييزه مظاهره چيانو بنديزونه د حکومتونو په تاوان دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG