د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت د بلوچستان پر زده کوونکو وظیفې بندې کړې دي. سنېټر کبیر


د بلوچستان یو سکول

پراګ – د پاکستان په سېنېټ کې د نشنل ګوند مخکښ سېنېټر کبیر احمد محمد شاهي د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت نه یوازې د بلوجستان د هرې ضلعې د پنځو تکړه زده کوونکو لپاره د وظیفو لړۍ بنده کړې بلکې د وار له مخه اخیستل شوو زده کوونکو له فیسونو ورکولو یې هم انکار کړی دی.

سېنېټر کبیر احمد محمد شاهي وویل چې د پاکستان پخواني وزیراعظم په ۲۰۱۱م کال کې د بلوچستان د زده کوونکو لپاره داسې یو وظیفه جاري کړې وه چې د وزیراعظم له فنډه به ورکول کېده.

د زیاته کړه چې په دې کې له هرې ضلعې تکړه څلور نارینه او یو ښځینه زده کوونکو ته د ملک په ښو تعلیمي ادارو کې داخلې ور اخیستل کېدې او د هغه خرڅونه ورکول کېده.

خو د ده په وینا ، د تحریک انصاف اوسني حکومت له واک سمبالولو سره سم دا وظیفې بندې کړې دي او هغه ادارې اوس دا زده کوونکي باسي.

ده وویل ، "د عمران خان حکومت نه یوازې هغه وضیفې بندې کړې بلکې چې وار له مخه اخیستل شوي زده کوونکي وو د هغوي د فیسونو له ورکولو یې هم انکار کړی دی."

نوموړي زیاته کړه چې اوس څه باندې اتنیم ملیونه روپۍ پر مرکزي حکومت جوړې شوې دي او هغه ادارې وایي چې که دا پیسې ورنکړل شوې نو د بلوچستان دا زده کوونکي به وباسي.

که څه هم سېنېټر کبیر احمد محمد شاهي وویل چې د تعلیم وزیر ورسره ژمنه کړې چې دا فیسونه به ادا کوي چې دا زده کوونکي له ښه تعلیمه بې برخې نه کړل شي.

موږ د تعلیم له وزیر شفقت محمود او د وفاقي تعلیم له اېډشنل سیکرټري سلیم رانجا سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوي ټلیفون پورته نکړ.

او د قومي اسمبلۍ مرستیال سپیکر او د حکومتي ګوند تحریک انصاف د بلوچستان مخکښ قاسم سوري سره هم خبرې وشوې خو هغه د موضوع تر اورېدو وروسته ټلیفون بند کړ.

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی او د بلوچستان پوهنتون استاد ډاکټر فدا بازی وايي ، د حکومت له خوا د دې وظیفې بندل د بلوچستان د لوی شمېر زده کوونکو راتلونکی له خطر سره مخامخ کړی دی.

ډاکټر فدا بازي وویل چې په بلوچستان کې په مجموعي توګه د تعلیم او بیا د ښه تعلیم ډېر کمی دی.

ده وویل ، "دلته زده کوونکي درې جدي مسلې لري ، یوه دا چې مالي مشکلات لري ، دویمه دا ده چې د لارښوونې کمی دی او دریمه دا چې په ښو ادارو کې سبق ویلو وس نه لري."

ډاکټر فدا بازي وویل چې د بلوچستان تعلیمي حالت ته په کتو خو د عمران خان په مشرۍ حکومت ته په کار وه چې د دې وظیفو بندولو پر ځای یې هغه دوه چنده کړې وای.

بلوچستان که څه هم د مځکې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه او په قدرتي وسایلو سمبال صوبه ده خو د نور پرمختګ په څېر د تعلیم په ډګر کې هم ډېر شاته پاته ګڼل کېږي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG