د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۹ کال کې افغان جګړې ۲۴۰۰ ماشومانو ته مرګژوبله اړولې


په کندهار کې په یوه موټر بمب چاودنه کې یوه ټپي شوې ماشومه.
په کندهار کې په یوه موټر بمب چاودنه کې یوه ټپي شوې ماشومه.

د افغانستان جګړه، د نړۍ پرمخ د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناکه جګړه ده.

یو شمېر نړیوالو سازمانونو په وروستیو اوونیو کې د راپورونو په خپرولو سره، د افغانستان په جګړه کې د ولسي وګړې مرګ‎ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې.

تازه د بخښنې نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره، د افغانستان جګړه د ماشومانو لپاره تر ټولو وژونکې بللې ده.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د دې جګړې له کبله ۲۴۰۰ ماشومانو ته مرګ‎ ژوبله اوښتې، خو راپور کې دا نه‎ ده روښانه شوې چې له دې شمېر یې څومره ماشومان وژل شوي او څومره نور یې ټپیان دي.

په ننګرهار کې یو افغان ماشوم چې په یوه چاودنه کې ټپي شوی او په روغتون کې بستر دی.
په ننګرهار کې یو افغان ماشوم چې په یوه چاودنه کې ټپي شوی او په روغتون کې بستر دی.

راپور زیاتوي، په ټوله کې د دې مودې په اوږدو کې په افغانستان کې ۲۵۶۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۵۶۷۶ ټپیان شوي دي.

دې سازمان د حکومت مخالف وسله‌ وال په ځانګړي ډول طالبان او داعش د ماشومانو او ولسي وګړو د مرګ‎ ژوبلې اصلي عاملان بللي دي.

په دې راپور کې همدا ډول د تېر ۲۰۱۹ز کال جولای او سپټمبر میاشتې تر ټولو خونړۍ بلل شوي چې ولسي وګړو مرګ ‎ژوبله پکې نسبت نورو میاشتو ته زیاته وه.

د بخښنې نړیوال سازمان د ولسي وګړو مرګ‎ ژوبلې عاملانو ته د سزا نه‎ ورکول، هغه ټکی یاد کړی چې له کبله ‎یې د عدالت پلي کول یو خیال دی.

دې سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د افغانستان جګړې پر وړاندې بې ‎تفاوتي پای ته ورسوي او دوی ته هغه ډول امنیت چې اړتیا یې ده او هغه ډول عدالت چې یې مستحق دي، منځ‌ ته راوړي.

د دغه سازمان راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې د افغانستان چارواکي او نړیواله ټولنه مسؤلیت لري چې له ملکیانو ساتنه وکړي او پر دوی د بریدونو مسؤلان تر پوښتنې لاندې ونیسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG