د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۷ تنه وسله وال نیول شوي


په ننګرهار کې نیول شوي وسله وال.
په ننګرهار کې نیول شوي وسله وال.

د افغانستان ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو په تېره يوه اوونۍ د طالب وسله والو او داعش په ګډون اولس تنه نیولي دي.

د دوی په خبره په نیول شویو کسانو کې د داعش ډلې د ښاري شبکې غړي هم شامل دي. ‎

دغه نیول شوي داعش او طالب وسله وال د جنورۍ پر۲۹مه د ننګرهار چارواکو د ملي امنیت رياست په انګر کې د خبریالانو پر وړاندې ودرول.

په دې موقع د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند وویل، په نیول شوي کسانو کې د داعش وسله والو د ښاري شبکې هغه مسوولین هم شامل دي چې ډاکټران او د درملتونونو مالکان به يې تهديدول او د هغوی د درملتونونو مخې ته به يې ماینونه کېښودل.

نوموړی وړاندې وايي: " ۱۷تنه په دې تېره اوونۍ کې نیول شوي چې پنځه تنه يې داعش دي، دوه تنه تهدیدونکي دي چې په داخل د ښار کې يې فعالیتونه کول او پاتې يې طالب وسله وال دي. دغو شبکو داخل د ښار کې فعالیت کولو، دا مهم غړي دي او دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د ښار په داخل کې د فجایعو مخنیوی وشو."

د داعش وسله والو د ښاري شبکې يو تن غړی وایی، دوی به د تهدید شويو ډاکټرانو څخه پیسې ټولولې او خپلو مشرانو ته به يې رسولې.

"ابراهيم مې نوم دی او د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی یم. ماته يې دا وظیفه راکړې وه چې ماین به يوسې او په تالاشۍ چوک کې چې پولیس درېږي، هلته به يې کېږدئ، بیا به ډاکټر امان الله ته ورشئ او پیسې به ترې راوړئ. ډاکټر په دې وخت کې په ټیلفون خبرې کولې، کله چې يې موږ ته په خلته کې بندې پسې راکړې، امنیتي ځواکونو د تمانچو لټونه کش کړل او موږ ته يې ویلي چې ونه خوزېږئ."

یو بل تن چې د طالب وسله والو سره په فعالیت بوخت و، وايي چې په ډېرې جنګونو کې يې برخه اخیستې ده.

" زه قاري هیبت الله یم. شېرزادو کې چې فدايي حمله کېدله، هغې ډلې سره لاړم، یو موټر بم وشو، بیا ورپسې بل وشو، دوه درې تنه کندهاريان فدایان په کې له منځه لاړل. موږ په بل ګاډی کې وو، بیا ورپسې پیدل روان شوو، وسه مو ونه شوه، بېرته واپس شوو، بیا طیاري هم راغلي."

د ننګرهار د ملي امنیت مسوولین وايي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې چې د ننګرهار اکثره ولسوالۍ امن شوي، یو شمېر جنګيالي د ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شوي او هغوی چې اوس هم په ترهګریزو فعالیتونو بوخت دي، د عملیاتو پر مهال وژل کېږي او ځینې چې يې ښاري سیمو ته راغلي، د دوی د کشفي ادارو لخوا نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG