د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې بندیان له زندانه کورونه ساتي


د ننګرهار په زندان کې سلګونه بندیان د فلزکارۍ، ترکاڼۍ، خیاطۍ او مهره دوزۍ له لارې نه یوازې دا چې ځانونو ته خرچه ګټي، بلکې يو شمېر يې له زندانه خپلې کورنۍ ته نفقه هم پیدا کوي.

د زندان چارواکي وايي چې د قانون د مطابق هغو ټولو بندیانو ته د کار زمینه برابروي چې د کار کولو علاقه مندي ولري.

د ننګرهار په زندان کې په سلګونه تنه بنديان په ډول دول کسبي او هنري کارونو بوخت دي.

دغه کاریګر بنديان وايي چې دوی د خپل کسب له برکته نه یوازې دا چې ځانونه ته خرچې پیدا کوي، بلکې یو شمېر بندیان له زندانه خپلو کورنيو ته نفقه هم ګټي.
د ابراهيم په نوم يو تن چې د اچين ولسوالۍ سره تعلق لري، په اولس کاله بند محکوم شوي او پینځه کاله يې په بند کې تېر شوي، وايي:

"کلچه فروشۍ کې مصرف يم، کارخانه مو په دوه کسو اخیستې ده. اته کسان راسره کار کوي. کارونه داسې دي چې که مدرسه وايي، مکتب وايي یا بل څه کار کوې، دلته صنعتي کارونه شته دی، نجاري شته ده، نور کارونه دي، د کور لپاره ترې هم يو څه برابرېږي او که نور څه نه وي، د محبس خرچه خو په کې ګټلی شوو."


لعل محمد چې د تېر یوه کال راهيسې د ننګرهار په زندان کېبندي دی وايي، اوس يې چې ژوند ژواک په زندان کې دی، همتبه وکړي او يو څه به لاسته راوړي.

"مختلف کارونه شته دی، لکه نجاري شوه، خیاطي شوه، ډېر نور کارونه هم شته. د قمست خبره ده، دلته زموږ زنده ګي ده، ژوند مو دی، باید موږ خپل همت له لاسه ورنه کړو، دلته باید موږ يو څه لاسته راوړنه ولرو."

د ننګرهار د زندان امر سمونیار نصرت الله عظیمي وايي، په کومه ورځ چې بندیانو ته پیوزان یا ملاقات کوونکي راځي، بندیان د خپلو تولیداتو نندارتون جوړوي او په پیوزانو يې پلوري.

"دلته زیات بندیان په مهره دوزي کې مصروف دی. څومره چې زموږ وس او توان دی، د قانون مطابق مو دوی ته سهولتونه برابر کړي دي. د شنبې په ورځ موږ پیوازي لري چې زیات شمېر ښخې او نارینه راځي، په دې بازار کې د دوی لاسي صناعې ډېرې زیاتې خرڅېږي."

د ننګرهار زندان کې دا مهال شاوخوا دوه نیم زره بندیان ساتل کېږي چې ۴۰ تنه په کې ښځېنه دي.

د زندان چارواکي وايي چې ټولو هغو بندیانو ته چې د بند موده يې معلومه شوې وې، د حرفوي زده کړو تر څنګ ورته د دیني او عصري زده کړو اسانتیاوې هم برابرې شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

عیساخېل او برهانخېل د مومندو ډیم کې نوکرۍ غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG