د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د منظور پښتین په ملاتړ لاریون تر سره شو


په ننګرهار کې لاریون
په ننګرهار کې لاریون

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په لسګونو ننګرهار مېشتې مدني فعالان هم د جلال اباد ښار پښتونستان واټ ته ورټول شوي ول او د پاکستان حکومت له خوا يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیولو غندنه وکړه.

دوی په نړیوالو حقوقي ادارو غږ وکړ چې د منظور پشتین په خوشي کېدو کې دې خپل کردار ادا کړي.

د جنوري په اته ویشتمه نېټه په لسګونو ننګرهار مېشتې مدني فعالان د جلال اباد ښار پښتونستان واټ ته په لاریون ورغلل او د پاکستان د حکومت له خوا يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیولو غنده وکړه.


مدني فعال نوراغا ځواک په دې موقع له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان په حکومت غږ وکړي چې د مدني حرکتونو مخه ونه نیسي.

"په ملل متحد باندې موږ غږ کوو چې پښتانه تر اوسه پورې وژل کېږي، ټکول کېږي، موږ چې د مدني حرکتونو او قانوني لارو چارو مبارزه کوو، بیا هم زموږ غږ خاموشه کېږي. هیله او غوښتنه مو دا ده چې دغو مسایلو ته متوجه شي او څومره چې ژر کولی شي چې د پاکستان په حکومت باندې فشار راولي چې منظور پشتین شي او انشاالله دغې مبارزې به تر هغې وخته موږ ادامه ورکوو چې تر څو په لر او بر کې د پښتنو حقوق نه وي خوندي شوي."

مدني فعال اسدالله ښالېز وویل، منظور پښتین ۲۱مې پېړۍ د عدم تشدد يوه ښه بېلګه ده. نړیوالو حقوقي ادارو ته په کار دي چې د پاکستان په حکومت فشار راوړي چې د مدني حرکتونو پر وړاندې دې خنډونه نه ایجادوي.

"په ډېرو مملګتونو کې د منظور پشتین د راخوشې کېدو هلې ځلې پيل شوي دي، همدغسې دې حقوقي ادارو ته خپله عدالت غوښتنه وړاندې کړي، او بلاخره پاکستان ته باید وښيي، لکه څنګه چې منظور پښتین د یویشتمې پېړۍ د عدم تشدد ښه بېلګه ده، همدغسې د خپلې مدني مبارزې په پای کې خپل حقونه تر لاسه کړي."

حاجي ماهرالله منظور پښتین د لر او بر پښتنو د حق غوښتنې داعي وباله او د پاکستان له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې منظور پشتین ژر تر ژره خوشي کړي.

"د پنجاب ریاست له خوانه د منظور پښتین نیول په کلکو ټکو غندو او له هغوی څخه په جدي توګه دا غوښتنه کوو چې منظور پشتین ژر تر ژره خوشي کړي. دا د لر او بر افغانانو سرلاری دی، د پښتنو د حقوقو مبارز دی او هغه د مبارزي معنوي او مادي ملاتړ پر موږ حق دی."

منظور پشتین د جنورۍ د اوه ویشتمې نېټې په شپه پېښور تهکال کې له خپلو شپږو تنو ملګرو سره پوليسو ونیو او یوه عدالت په څوارلس ورځنی ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG