د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راولپنډۍ – الشفا روغتون – دا خبر رد کړ چې خلک یې ړانده کړي


د سترګو د علاج یو پخوانی عکس

اسلام اباد - په پاکستان کې یو شمېر کسان وايي په راولپنډۍ کې موجود د سترګو له روغتون -الشفا ټرسټ ايي هسپتال – څخه تر علاج کولو وروسته ړانده شوي دي.

د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير باغ ضلعې منظوراحمد کياني د جنورۍ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د سترګو تکليف له کبله په راولپنډۍ کې الشفا ټرست ايي هسپتال ته د علاج لپاره ورغلی او ډاکټرانو تر کتلو وروسته په سترګو کې څاڅکي ور اچولي چې له کبله یې د ده په وینا او ړوند شوی دی.

ده زیاته کړه چې اوس ډاکټرانو ورته ویلي چې بينايي یې په مکمله توګه او د همېشه لپاره ختمه شوې ده.

نوموړي د هسپتال پر ډاکټرانو تور پورې کړ چې يو شمير نور مريضان یې هم په ورته توګه له بېنايۍ محروم کړي دي.

بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي دي چې هسپتال ته د علاج لپاره راغلي تر ۸۰ پورې مريضانو دا تور پورې کړی چې په ياد هسپتال کې تر عملياتو وروسته ډاکټرانو ورته په سترګو کې څاڅکي واچول چې له کبله یې لومړی په سترګو کې انفيکشن شوی او بيا يې بينايي ختمه شوه.

خو د هسپتال اېګزېکټيو ډايرېکټر برېګېډير ريټايرډ محمد رضوان بيا د منظور احمد کياني او ډان ورځپاڼې دا تورونه په ردولو سره مشال راډيو ته وويل د څاڅکي اچولو لوجې اتيا کسان د بينايۍ نه محرومه شوي نه دي بلکه يو څو کسانو ته انفيکشن شوی دی او د هغې هم پلټنې روانې دي چې داسې ولې شوي دي.

ده وویل په دې اړه پلټنې کوي چې دا تن څوک دی او ولې يې دومره زياته شميره ښودلې ده په کوم کې چې د ده په وینا هیڅ رښتیا نشته.

د محمد رضوان په وينا چې دا خبر تر ټولو اول په فېسبوک خپور شوی وو او تر هغه وروسته بيا پاکستانيو رسنيو د دوي له دريځ معلومولو پرته خپور کړی وو چې له امله یې په خلکو کې وېره خپره شوې ده.

XS
SM
MD
LG