پراګ - د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو پر دې خبرې کړي چې د باچا خان د عدم تشدد مبارزې په ګډون نورو کارونو څخه ځوانان څه زده کړه کولای شي.
د باچاخان پر ژوند او مبارزه دکتورا لرونکی ډاکټر سهېل خان وايي ځوانان تر هر چا په موثره توګه د ټولنې خدمت کولای شي ځکه چې باچاخان او ملګرو يې هم په ځوانۍ کې د پښتنې ټولنې د اصلاح لپاره مبارزه پېل کړې وه.
موږ سره مېلمه دی د مردان عبدالولي خان پوهنتون استاد ډاکټر سهېل خان.
د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
-
اسرار عالم مومند
اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي.