د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د درغلیو په باب د شفافیت نړیوالې ادارې راپور رد کړ


د اطلاعاتي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان
د اطلاعاتي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان

د پاکستان حکومت په هېواد کې د درغلۍ د زیاتېدو په اړه د شفافیت نړیوالې ادارې تازه رپورټ رد کړی دی.

د اطلاعاتي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان په پنجشنبه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي ګډ حکومت یو وزیر هم د درغلۍ په تور نه دی تورن شوی.

د شفافیت نړیوالې ادارې په په خپل کلني رپورټ کې وویل چې په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان د درغلۍ له پلوه له ۱۱۷ څخه ۱۲۰م نمبر ته کوز شوی دی چې په هېواد کې د کرپشن د زیاتېدو ښکارندويي کوي.

خو فردوس عاشق اعوان زیاته کړه چې د شاوخوا یونیم کال په موده کې حکومت اداري فساد نشي ختمولای البته پر وړاندې یې هڅو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG