د لاسرسي ځای

تازه خبر

کامران ارمان او الماس خانم د هنر پنځوونکې کورنۍ غړي دي


دا اوونۍ مو په مشال راډیويي مجله کې د کامران خان ارمان او الماس خانم سره خبرې کړي دي. دواړه ورور او خور دي او د شاعرۍ ترڅنګ، انځورګري او مجسمه سازي هم کوي.

کامران او الماس په یوې داسې کورنۍ کې سترګې غړولي چې هلته وار له مخې د فن قدردان موجود وو او د ښکلیو هنرونو قدر یې کولو.

دوی د ملاکنډ درګۍ هریان کوټ کلي اوسیدونکي دي. د هغوی پلار دوست محمد طالب جان پخپله هم شاعري کوي.

کامران خان ارمان د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ښکلیو هنرونو یا د فاین ارټس په څانګه کې لوړې زده کړې ترسره کوي. هغه شاعري او انځورګري کوي او مجسمې هم جوړوي.

الماس خانم اوس د لسم جومات زده کوونکې ده. ترڅنګ یې هغه شاعري کوي او مجسمې هم جوړوي. پر دې سربېره هغه په غلبیل انځورونه هم جوړوي چې یو بې جوړې کار دی.

له الماس خانم او کامران خان ارمان سره نورې خبرې په مشال راډیويي مجله کې:

مجله دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG