د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني شبکې له شتونه د پاکستان انکار بې ګټی دی: غني


د افغانستان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستاني وزیراعظم هغه څرګندونې رد کړې چې وايي، حقاني شبکه په پاکستان کې فعاله نه ده.

وزیراعظم عمران خان د شورو پر ورځ د سوېڅزرلینډ (سوېټزرلینډ) په ډاووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پرمهال خبریالانو ته وویل، د امریکا د ترهګرو سازمانونو د بندیز په لېسټ کې شامله حقاني شبکه په پاکستان کې مرکزونه نه لري او هلته فعالیت نه کوي.

افغان ولسمشر غني زیاته کړه، د کابل او اسلام اباد ترمنځ باید رغوونکې همکاري پیدا شي خو زیاته یې کړه چې دا همکاري باید د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ختمېدو له ځایه پیل شي


خو افغان ولسمشر په پنجشنبه په ډاووس کې له خبریالانو سره په خبرو کې د عمران خان څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې پوښتل: ایا تاسې د هغه پر خبرو باور وکړ؟

د نوموړي په وینا، دا دعوه دې ته ورته ده لکه یوڅوک چې ووايي، ځمکه د لمر ګېرچاپېره نه څرخي. ده وویل، دا ډول انکار بې ګټې دی.

افغان ولسمشر غني زیاته کړه، د کابل او اسلام اباد ترمنځ باید رغوونکې همکاري پیدا شي خو زیاته یې کړه چې دا همکاري باید د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ختمېدو له ځایه پیل شي. اسلام اباد تل وسله والو ډلو او حقاني شبکې ته د پټنځایونو ورکولو تور رد کړی.

هغه همداراز د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې خبرو کې د ډېر لږ پرمختګ نښې نښانې لیدل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

غور کې د یو ماشوم پټې سترګې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG