د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې امن او سوله غواړو: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د سویس په داووس ښار کې د "نړیوالې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د سویس په داووس ښار کې د "نړیوالې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د سویسټزرلېنډ په ډاووس ښار کې په نړیوال اقتصادي غونډه کې د خبرو پر وخت ویلي هېواد یې غواړي چې په افغانستان کې امن او سوله راشي.

د جنورۍ پر ۲۲مه دغه غونډه کې د خبرو پر وخت عمران خان وویل، باید د یوې تلپاتې سولې لپاره افغان حکومت او طالبان په خپلو کې خبرې وکړي.

عمران خان وویل: "افغانستان پاکستان تورنوي چې طالبانو ته‌ یې په خپل هېواد کې پناه ورکړې او هغوی ته‌ یې اسانتیاوې برابرې کړې دي. اسلام‌ اباد تل دا تورونه رد کړي دي."

بلخوا د سویس په داووس ښار کې د "نړیوالې اقتصادي غونډې" ترڅنګ په یوه بحث کې ولسمشر اشرف غني د جنورۍ پر ۲۲مه وویل:

"طالبان چمتو دي چې شخړې ختمې کړي. که چېرته دوی دا غواړي افغان ټولنه حاضره ده چې دوی بیرته ومني، خو که چېرته دوی له سولې د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي چې حکومت او ټولنه راوپرځوي، نو بیا به ټولنه او حکومت د دوی په وړاندې ودرېږي."

ولسمشر غني زیاته کړه چې د طالبانو وسله‌ وال له جګړو ستومانه شوي:

"د طالبانو وسله وال له جګړې سخت ستړي دي، خو هغه کسان چې یې په دوحه کې ناست دي څلور پنځه ښځې یې کړې دي له ژونده خوند اخلي او په پانګه‌والو بدل شوي دي."

د جنورۍ پر ۲۲مه د سویس په ډاووس ښار کې نړیوال اقتصادي غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وویل چې پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو تېرېږي او ولس یې له ګرانۍ څخه سخت متاثره شوی دی خو دا تمه یې هم وښوده چې په۲۰۲۰ز کال کې به د دغه هېواد اقتصادي وضعه ښه شي.

عمران خان په خپلو خبرو کې وویل، د دوی حکومت داسې یوشمېر پروژې پیل کړي دي چې ګټه به یې عام ولس ته رسېږي او زیاته یې کړه د ریاستي ادارو ښه کول یې یو لوی چیلنج دی چې له دې سره به يې حکومتداري ښه شي او د ادارو وړتیا به زیاته شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG