د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان به کله هم د حکومت ړنګولو ته پرېنږدو: ولسمشر غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر وایي، که چېرته طالبان سمه سوله کوي ولس‌ یې مني، خو نوموړی په قطر کې د طالب مشرانو کړنو (اعمالو) ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان ولسمشر په دې باور دی چې د طالبانو وسله‌ وال له جګړو ستړي شوي دي خو مشران‌ یې باید له سولې څخه واک ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه وانخلي.

د طالبانو وسله وال له جګړې سخت ستړي دي، خو هغه کسان چې یې په دوحه کې ناست دي څلور پنځه ښځې یې کړې دي له ژونده خوند اخلي او په پانګه‌والو بدل شوي دي.
ولسمشر غني


د سویس په داووس ښار کې د "نړیوالې اقتصادي غونډې" ترڅنګ په یوه بحث کې ولسمشر اشرف غني د جنورۍ پر ۲۲مه وویل:

"طالبان چمتو دي چې شخړې ختمې کړي. که چېرته دوی دا غواړي افغان ټولنه حاضره ده چې دوی بیرته ومني، خو که چېرته دوی له سولې د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي چې حکومت او ټولنه راوپرځوي، نو بیا به ټولنه او حکومت د دوی په وړاندې ودرېږي."

ولسمشر غني زیاته کړه چې د طالبانو وسله‌ وال له جګړو ستومانه شوي:

"د طالبانو وسله وال له جګړې سخت ستړي دي، خو هغه کسان چې یې په دوحه کې ناست دي څلور پنځه ښځې یې کړې دي له ژونده خوند اخلي او په پانګه‌والو بدل شوي دي."

اشرف غني بیا وویل چې هېڅ جګړه په ځانګړي ډول د ۲۰مې پېړۍ د وروستیو او د ۲۱مې پېړۍ جګړې له سیاسي جوړجاړي پرته نه‌ دي حل شوي.

طالبانو هم د افغانستان د جګړې حل لپاره پر سیاسي خبرو ټینګار کړی او د دوی استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکایي پلاوي سره په خبرو بوخت دي، خو طالبان وایي چې د افغانستان حکومت له استازو سره خبرو ته چمتو نه‌ دي ځکه چې د دوی په وینا دا ګوډاګی حکومت دی.

بل لور ته د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وایي چې د افغانستان مسئله د طالبانو او حکومت د خبرو له لارې هوارېدلای شي.

عمران خان د سویس په "نړیواله اقتصادي غونډه" کې د جنورۍ پر۲۲مه وویل:

"هلته باید سوله وي او دا یوازې هغه وخت کېدای شي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره یو ځای کېني او سیاسي جوړجاړی وکړي، دا باید لومړی ګام وي، خو اوس تر ټولو مهم شی چې اسانه هم نه‌ دی، خو یوازنۍ لاره ده چې طالبان او د افغانستان حکومت سره خبرو ته کېني. کله چې دا وشي څه ستونزې به ولري، خو دا د پرمختګ یوازنۍ لاره ده."

افغانستان پاکستان تورنوي چې طالبانو ته‌ یې په خپل هېواد کې پناه ورکړې او هغوی ته‌ یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

اسلام‌ اباد تل دا تورونه رد کړي دي.

په چارشنبه د وزیر اعظم عمران خان تر خبرو مخکې د افغانستان ولسمشر په داووس کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل او دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې په بګرام کې د دوی ترمنځ د ترسره شوې غونډې پر مهال چې کوم موضوعات مطرح شوي ول هغه به د افغانستان حکومت او د امریکا ملي امنیت سلاکار تعقیب کړي.

د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره. سویس، داووس، ۲۰۲۰ د جنورۍ ۲۳مه
د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره. سویس، داووس، ۲۰۲۰ د جنورۍ ۲۳مه

په بګرام کې د نومبر په ۲۸مه د ارګ د خبرپاڼې په استناد دواړو ولسمشرانو ټینګار کړی و که طالبان د سولې هوکړه‌ لیک ته ژمن دي، باید اوربند ومني او په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره له هېواده بهر د ترهګرو ځالې له‌ منځه یووړل شي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د مشال راډیو ویډیويي مطالب
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:57 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG