د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زېنب الرټ بيل کې څه کمی دی؟


تر دې مخکې د ماشومانو ژغورنې لپاره مظاهرې هم شوې دي

حکومت او اپوزیشن د ماشومانو د خوندي ساتنې لپاره د هغه قانون پر سر په ناندريو دي چې مسوده يې تياره ده. د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري پرون په سېنټ کې يوې کمېټۍ ته دا قانوني مسوده تشريح کړه خو اپوزېشن سياستوال یې قانع نه کړل. 

د پاکستان په سېنټ کې د حکومت غړو پرون پر اپوزېشن غږ وکړ چې د ماشومانو خوندي ساتلو لپاره جوړ شوي بيل مخه دې نه نيسي. د زېنب الرټ بيل په نامه دې قانوني مسودې په اړه د حکمران تحريک انصاف سينيټر فېصل جاويد وويل اپوزيشن دې پر داسې مسايلو سياست نه کوي. ((په قامي اسمبلۍ کې پر دې بيل بيخي ډېر وخت بحث وشو. حکومت او اپوزيشن والاوو پرې ډېرې خبرې وکړي. بيا چې نيزدي اته مياشتې وروسته له هغه ځايه راغی، اوس د سېنټ بشري حقونو کمېټه کې پروت دی. دلته بيا د ترميمونو خبرې کېږي. زما غوښتنه دا ده چې پردې مسله دې سياست ونه شي او ژر تر ژره دې دا بيل منظور شي. که کوم ترميم وي، هغه موږ وروسته کولی شو.))

د زېنب الرټ بيل ترمخه به يوه نوې اداره جوړېږي چې د غېب کړل شوو ماشومانو معلومات به ساتي. دا اداره به د مطبوعاتو او پولیسو سره په نيزدي رابطه کې وي او په دې لړ کې ضروري معلومات به د موبايل میسجونو يا پېغامونو له لارې ټولو ته ويشل کېږي. همداراز به د ۱۰۹۹ شمېرې لاندې داسې ټيليفوني کرښه جوړېږي چې خلک پرې د لادرکه ماشومانو په اړه راپور ثبتولی او همداراز معلومات اخيستلی شي.

په سېنټ کې د بشري حقونو کمېټې غړي عثمان کاکړ د جنورۍ په شلمه مشال راډيو ته وويل دوی د بيل مخالفت نه کوي خو حکومت بايد له بيل څخه داسې مبهم ټکي وباسي چې په عدالتونو کې ترې ملزم ګټه اخیستلی شي. ((موږ ورته وايو چې د دې بيل ژبه داسې ده چې دا به یوازې په اسلام اباد کې عملي کېږي. د ټول ملک لپاره نه دی. ځيني خبرې پکې داسې دي چې له هغې څخه د مظلوم پر ځای ملزم ته ګټه رسي. دوی وايي لومړی یې منظور کړئ، وروسته به پکې ترميم وکړو. نو ولې سر له اوسه ترميم ونه شي؟))

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ په ۱۹مه د خېبر پښتونخوا په نوښار کې يوه اوه کلنه جلۍ تر جنسي تيري وروسته ووژل شوه. پولیسو په دې تور دوه کسان نيولي دي. د دې پېښې د څېړلو لپاره د سېنټ يوه ځانګړې کمېټي جوړه شوې ده.

د دې ځانګړې کمېټې مشره او د اپوزېشن ګوند، پيپلز پارټۍ سينيټره روبينه خالد وايي د داسې پېښو مخنيوي لپاره عامه پوهاوی، د مور پلار همکاري او د پوليسو خبرداره اوسېدل ضروري دي. هغې زياته کړه: ((زه له ميډيا هم يوه ګيله لرم. هغه دا چې کله په نورو صوبو کې داسې پېښې وشي نو پر هغې ډېر بحث کېږي چې له وجې يې حکومت کار کولو ته مجبوره کوي خو زموږ په خېبر پښتونخوا کې داسې نه وي. پولیس او موږ د ټولنې د غړو په توګه بايد خپل کار سم سرته ورسوو.))

زېنب الرټ بيل د هغې ماشومې په نامه نومول شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې په پنجاب کې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه. حکومت ويلي چې په دې لړ کې د موبايل فون يو اېپ هم جوړوي. خو په سېنټ کې اپوزيشن سياستوالو د جنورۍ په شلمه د بحث پر مهال پر حکومت نيوکې وکړي چې پولیس يې پر ماشومانو د زياتي پېښې جدي نه اخلي.

XS
SM
MD
LG