د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوړو بحران: په سينټ کې د اپوزيشن او حکومت ناندرۍ


خلک د حکومت له يو ځانګړي ځای څخه اوړه اخلي

نن سبا په پاکستان کې د يوې ډوډۍ بيه لس روپۍ او يو کيلو اوړه له ۶۰ تر ۷۰ روپو خرڅېږي.

په پاکستان کې د اوړو بحران په اړه په سېنټ کې د جنورۍ په شلمه شوي بحث کې اپوزیشن حکومت تورن کړ چې د غلطو پالیسيوو له وجې يې بې وخته غنم خرڅ کړي چې له کبله يې د اوړو کمی پیدا شوی دی.

په دوی کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ له حکومته وغوښتل چې د دې بحران او پر خلکو د ملنډو وهلو له امله دې حکومت له ولسه بخښنه وغواړي.

هغه زياته کړه: ''دا حکومت دومره نا اهله دی چې د اوړو بحران يې پخپله جوړ کړ خو ملنډې پر ولس وهي. دوی وايي په دې وخت کې خلک ډوډۍ ډېره خوري ځکه اوړه کم دي. حکومت دې د دې ملنډو له وجې بخښنه وغواړي. بل کار دې دا وکړي چې په خپل خرڅ دې غنم بازارونو ته په ارزانه بيه راوباسي.''

د پاکستان رېلوی وزیر شیخ رشید تېره هفته د اوړو د کمي د وجوهاتو بيانولو په وخت ويلي وو چې په ژمي کې خلک وچه ډوډۍ ډېره خوري. اپوزېشن سياستوالو دا قسمه خبرې پر خلکو ملنډې وهل ګڼلي دي. بلخوا ده نيوز ورځپاڼې د اوړو بحران یوه لويه وجه د خپلو سرچينو په حواله دا ښودلې چې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې په نورو هېوادونو د څلور لکو ټنو غنمو خرڅولو پرېکړه کړې وه خو په اصل کې ۶۴۰۰۰۰ ټنه غنم خرڅ شوي دي.

خو حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د دې بحران ختمولو لپاره درې لکه ټنه غنم اخلي.

د مسلم لېګ (ن) سېنېټر او اپوزيشن مشر، راجا ظفرالحق په سېنټ کې وويل چې يو ځل د غنمو خرڅول او بيا بېرته اخیستل له عقله ليري پاليسي ده. ''پر دې مسله بايد سم بحث وشي. ولې داسې وشول؟ څه مجبوري وه. د يوې خاصې ډلې د ګټې لپاره ولې داسې کار شوی؟ د حکومت دا خبره کافي نه ده چې وايي: تاسو مه ويريږئ.''

نن سبا په پاکستان کې د يوې ډوډۍ بيه لس روپۍ او يو کيلو اوړه له ۶۰ تر ۷۰ روپو خرڅېږي. جيو نيوز په يو راپور کې ويلي چې د حکومت سره په ګودامونو کې دوه لکه ټنه غنم پاتې دي چې د پاکستان د خوا او شا دوه ویشت کروړه خلکو لپاره کافي نه دي. د جماعت اسلامي مشر سېنېټر سراج الحق وويل: ''يوې خواته ستاسو د بې تدبيرۍ او نالایقۍ له وجې وړه نشته او ډوډۍ ګرانه ده او بلې خوا ته تاسو زموږ پر غریبۍ ملنډې وهئ. دا کوم منطق دی چې تاسو د همدې بحران په وخت په نورو ملکونو غنم خرڅ کړل. خلک پر موږ خاندي. وايي چې انسان سپوږمۍ ته وخوت او پاکستانيان يوې بورۍ اوړو ته په کتار کې ولاړ دي. تاسو ماته ووایئ چې خلک څه وکړي؟''

حکومت وايي خلک دې صبر وکړي. په سېنټ کې د حکمران تحريک انصاف سېنېټر محسن عزیز وويل چې په څو ورځو کې به د اوړو بیې سمې شي. ''دا تکليف به انشاالله په دوو ورځو کې ختم شي. تاسو بايد وجوهاتو ته پام وکړئ. وجوهاتو کې دا وه چې صوبايي حکومتونه بايد خپل خوراک خوندي کړي. موږ ته صوبايي حکومتونو غلط معلومات راکړي وو چې دوی سره په ګودامونو کې غنم شته چې نه وو.''

اپوېشن سياستوالو د اوړو بحران په اړه د حکومت دلايل قانع کوونکي ونه بلل. د سينټ چيرمين صادق سنجراني حکم وکړ چې په ځانګړو کمېټو کې دې په دې اړه بحث وشي او حکومتي غړي دې هره ورځ په دې اړه خپل راپور سينټ ته وړاندې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG