د لاسرسي ځای

تازه خبر

رښتیا هم پاکستان له اقتصادي مشکلاتو وتلی دی؟


عمران خان د وینا پرمهال (پخوانی عکس)
عمران خان د وینا پرمهال (پخوانی عکس)

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان له سختو اقتصادي مشلاتو راوتلی او د پانګولای اعتماد پرې بحال شوی دی.

نوموړي دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د بېلا بېلو څانګو د ځوانانو له پلاوي سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې نوموړي د ۲۰۱۹م کال د ډېسمبر پر ۲۵مه د پاکستان د ډاکخانې د یوې نوې پروژې د پرانسې پر مهال اعلان وکړ چې ۲۰۲۰م کال به د اقتصادي ودې او روزګار ورکولو کال وي.

خو اقتصاد پوهان وايي په ملک کې د ګرانۍ پرضد روان احتجاجونه د وزیراعظم عمران خان د ادعاوو نفي کوي.

د دوي په وینا ، حکومت له ولس څخه دا خبره پټه کړې ده چې د ملک اقتصادي حالت د ښه کېدو پر ځای لا خراب شوی دی.

د اقتصادي چارو پوه سید عادل ګېلاني وايي ، د عمران خان د حکومت له راتګ سره د پاکستان اقتصادي وده ډېره متاثره شوې ده.

ده زیاته کړه، "چې کله نواز شریف وزیراعظم وو نو په هغه وخت کې د ملک اقتصاد ۵.۵ فیصده وده کوله ، ډالر په ۱۰۰ روپۍ وو او د مسلم لیګ په هغه پنځه کلنه واکمنۍ کې د ملک امدن دوه چنده شوی وو. خو کله چې عمران خان واک ته رسېدلی دی د ملک اقتصادي وده ډېره متاثره شوې ده. ډالر ۱۵۰ ته پورته شوی دی او د هغه له کبله زموږ اقتصاد پرشا تللی دی."

سید عادل ګېلاني وویل چې له بهره پانګوال ځکه نه راځي چې دلته حکومت له څېړنو پرته پر هر څه ټېکسونه لګوي.

د اقتصادي چارو بل کارپوه اکرام هوتي وايي ، عمران خان چې د اقتصادي مشکلاتو کمېدو کومه خبره کوي د هغې دا مطلب بلکل نشي کېدای چې ګواکې د پاکستان اقتصادي مشکلات کم شوي دي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف وفاقي حکومت دا وخت یو شمېر جدي مسلو سره مخامخ دی.

ده وویل، "لومړۍ دا چې پر ملک قرضونه ډېر دي ، هغه نه ادا کېږي بلکې نورې قرضې اخیستل کېږي ، بل په پاکستان کې د کاروبار د نیشتوالي له کبله ټیکسونه نشته او د هغه له وجې خساره راغلې ده. نو د دې له کبله اوس د پاکستان له حکومت سره فنډونه نشته چې نوکرۍ ورکړي او د پرمختګ پروژې پیل کړي."

اکرام هوتي وویل چې د حکومت په وړاندې بله او جدي ستونزه د اوړو او بورې د ګرانۍ ده چې پرضد یې خلکو احتجاجونه هم پیل کړي دي.

سید عادل ګېلاني او اکرام هوتي وویل چې که حکومت دا مسلې زر تر زره هوارې نکړي نو دا به بیا یو نه حل کېدونکي حالت ته ولاړې شي.

د عمران خان په مشرۍ حکومت وايي ، ملک ځکه په اقتصادي مشکلاتو کې دی چې د دوي په وینا د تېرو حکومتونو پرمهال پراخې درغلۍ شوې دي.

دوي وايي ، له ولس سره کړې ژمنه به پوره کوي او په خپله پنځه کلنه موده کې به ملک د ملک اقتصادي حالت سموي.

XS
SM
MD
LG