د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم عمران خان د نړۍ اقتصادي فورم کې برخه اخلي


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان به د جنورۍ له ۲۱مې تر ۲۳مې د سویټزرلېنډ په ډېوس کې د نړۍ اقتصادي فورم کې برخه اخلي.

د وزیر اعظم یوه ویاند له لوري جاري کړې خبرپاڼه وايي چې عمران خان ته پروفیسر کلاوز شواب بلنه ورکړې چې د یاد فورم مشر او بنسټښود دی. دغه غونډه د ”حصه دارو لپاره د یوې همغږې او پایدارې نړۍ“ پر شعار راڅرخي.

سږ کال د فورم ۵۰ مه کلیزه هم لمانځل کېږي. د غونډې برخوال چې پکې سیاسي مشران، د کاروباري ادارو رییسان، د نړیوالو سازمانونو مشران او مدني ټولنو استازي دي به پر اوسنيو اقتصادي، ځمکنيو-سیاسي، ټولنیزو او چاپېریالي مسلو ویناګانې وکړي.

له غونډې سره ترڅنګ به وزیر اعظم عمران خان د نړۍ له یوشمېر مشرانو سره دوه-اړخیزې ناستې وکړي. نوموړی به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وویني. دا به د دواړو ترمنځ درېمه ناسته وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG