د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۲۰۱۹ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي


د ارشیف انځور

جلال اباد ـ د افغانستان د ژورنالستانو د خونديتوب کمېټې په خپل یو کلنې راپور کې ویلي، په ۲۰۱۹م کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې کمی راغلی خو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم خبریالان له ګڼو ستونرو سره مخ دي.

د افغانستان په ختيځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولین وايي، په ۲۰۱۹م کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۱۸م کال په نسبت پکې ۱۳ اعشاریه ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی.

د افغانستان په ختيځ کې د یادې ټولنې مشر شېرشاه همدرد د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل:

"په ۲۰۱۹م کال کې پينځه خبریالان وژل شوي، ۱۸ يې ټپیان شوي، ۱۵ تنه ګواښل شوي، ۱۲ تنه خبریالان وهل شوي، ۳۳ تنو سره بد چلند شوی، یو تن له دندې څخه په ناقانونه توګه ایستل شوی، یو تن سره غير قانوني چلند شوی او درې تنه په غیر قانوني توګه نیول شوي او اووه د یرغمل کېدو پېښې ثبت شوي دي."

په ختيځ کې د لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زیارمل په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، معلوماتو ته د لاسرسي قانون کې راغلي چې د افغانستان هر وګړی معلوماتو ته د لاسري حق ورکړل شوی، خو د ده په خبره لا هم په ننګرهار کې خبریالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

"یوازې د ولایت ویاند د معلوماتو په ورکړه کې همکاري کوي، مګر نورې ملکي او نظامي ادارې، هغه معلومات چې د ولس لپاره دي، محرم معلومات نه دي، هغه موږ ته نه راکول کېږي. نه یوازې دا چې معلومات نه راکول کېږي، بلکې په ننګرهار کې د بیان په ازادۍ باندې خپسه ناسته ده."

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی خبریالانو ته د معلوماتو په ورکولو کې د ځینو ادارو ناغیړي مني خو وايي چې دوی د بېلابېلو لارو ولس سره معلومات شريکوي.

"هغه ادرسونه چې موږ يې په واک کې لرو، له ټولو څخه موږ معلومات شريک کړي، خو ځینې ستونزې به وي، موږ د ستونزو د حل لپاره، ژمن یو، چې وخت په وخت يې حل کړو او د اصولو له مخې خلکو ته معلومات ورکړو."

د افغانستان د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې په راپور کې راغلي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ۱۰۵ پېښو کې ۴۲ سلنه د حکومت او ۳۳ پېښې د وسله والو طالبانو له غاړي دي.

په راپور کې راغلي چې په یادو پېښو کې يې ۱۸ د ښخينه ژورنالستانو پر وړاندې ثبت شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د پېښور مهابت خان لرغونې جومات په نړېدو دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG