د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۱۲۰۰۰۰۰۰مېرمنې شناختي کارډونه نه لري: اپوزېشن


په پاکستان کې د مېرمنو حقونو لپاره د لاریون پخوانی عکس
په پاکستان کې د مېرمنو حقونو لپاره د لاریون پخوانی عکس

اسلام اباد - د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزیشن ګوندونو سېنېټرانو ویلي دي چې په ملک کې یو پلو د مېرمنو پرضد تشدد زیاتیږي او د ناموس په نوم وژل کېږي او بل پلو د سیاست په ډګر کې هم شاته پاته کړل شوې دي.

په سېنېټ کې د اپوزېشن ګوندونو سېنېټرانو دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۷مه د سېنېټ غونډې پر مهال د مېرمنو د حقونو په اړه پر یو رپورټ د بحث پر مهال کړې دي.

دوي وویل چې حکومت تر اوسه یو کروړ شل لکه مېرمنو ته شناختي کارډونه نه دي ورکړي چې له کبله یې هغوي په انتخاباتو کې خپلې رایې نشي ورکولای.

د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد وویل چې دا د حکومت او ریاست ناکامي ده چې یو کرړو شل لکه مېرمنې په انتخاباتي فهرستونو کې نه دي شاملې.

د ده په وینا ، شناختي کارډ ورکونکې اداره – نادرا – وايي چې دوي هره ورځ درې زره شناختي کارډونه جاري کوي نو که دا هره ورځ پنځه زره شي هم نو د د پاکستان ټولو مېرمنو ته د شناختي کارډ ورکول ۱۸ ماله وخت اخلي.

د پاکستان پيپلزپارټۍ سېنېټرې شیري رحمان وویل چې دا د ریاست زمه واري ده چې په ملک کې مېرمنو ته د هغوي د حقونو ورکړه باوري کړي.

د اپوزېشن سېڼېټرانو دا هم وویل چې په وفاقي بجټ کې د مېرمنو لپاره ۶۰ میلیونه روپۍ بېلې کړي خو په هغه کې بیا یوازې ۲۵میلونه استعمال شي.

د واکمن تحریک انصاف ګوند سېنېټر ولید اقبال وویل چې د دوي حکومت په دې اړه کار کوي او په دې وروستیو کې یې ځینې بلونه منظور کړي هم دي.

ده وویل، “ دا اوس چې کوم قوانین منظور شوي دي چې پکې د مېرمنو د وراثت او مځکو کې د برخې هغه هم دی او دا یوازې د اسلام اباد د حدودو لپاره دی نو زه ټولو سیاسي ګوندونو ته خواست کوم چې د چا حکومتونه په بیلابیلو صوبو کې دي چې صوبو ته هم دا قانون وغځوي.”

دا په داسې حال کې ده چې د خېبرپښتونخوا د انفارمېشن ټيکنالوجۍ بورډ د جنورۍ پر ۱۵مه د یو این وومن په مرسته د مېرمنو د تحفظ لپاره د سیف وومن په نوم موبایل اپلیکېشن معارفي کړی دی.

د حکومتي چارواکو په وینا له دې سره د سفر پر مهال د مېرمنو تنګولو یا ځورونو مخه ونیول شي او په بیړني حالاتو کې به ورته هم اسانۍ ترلاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG