د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډيو "ځوانانو غږ" خپرونې ۱۰ کاله پوره شول


مشال راډيو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې په "ځوانانو غږ" خپرونه کې د ځوانانو پر لاسته رواړنو، تعليم، روزګار، روغتيا، سپورټس او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. پر دې سربېره په دې خپرونه کې پر سوله، د ترهګرۍ او سختدريځۍ مخنيوی، قبايلي سيمو کې اصلاحات، انتخابات او په نورو چارو کې د ځوانانو پر رول په وار وار خبرې شوې دي.

د مشال راډيو د ۱۰مې کاليزې مېلمانه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه ثنا اعجاز، د دې غورځنګ يو بل مشر او مخکښ محسن داوړ، د ټولنيزو رسنيو فعال ضياوالله همدرد، د عوامي نېنشنل ګوند د ځوانانو څانګې مشر او مدني فعال طارق افغان ،د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان او د پېښور اسلاميه کالج کرکټ کوچ علي هوتي وو.

له دوی سره د ځوانانو غږ خپرونې پر رول غږېدلي يو او په ځانګړې توګه مو ورسره پر دې خبرې کړي چې دا خپرونه نوره څومره ښه کېدای شي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG