د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا په هڅو د افغان شخړې سیاسي حل راوځي: قرېشي


شاه محمود قرېشي له مایک پامپیو سره (پخوانی عکس)
شاه محمود قرېشي له مایک پامپیو سره (پخوانی عکس)

پراګ - د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د جنورۍ پر ۱۷مه په واشنګټن کې له خپل امريکايي سيال مايک پامپيو سره پر افغان سوله ، دوه اړخیزو اړیکو، د منځني ختيځ پر کړکېچ او د سيمې پر نورو حالاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبره پاڼه کې ويلي دي چې شاه محمود قريشي له مايک پامپيو سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان او امريکا د ګډو هڅو په نتيجه کې په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې د خاتمې د یو سیاسي حل رامنځ ته کېدل ممکن شوي دي.

شاه محمود قرېشي زیاته کړې چې له تاريخي پلوه په جنوبي اسيا کې د پاکستان او امريکا ګډې هڅې تل ګټورې ثابت شوې دي.

خبرپاڼه لیکي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د افغان سولې په عمل کې د پاکستان د هلو ځلو ستاينه کړې ده.

شاه محمود قرېشي له امريکا دا هم غوښتي چې خپل هغه خبرداری واپس واخلي چې پکې امريکايانو ته وېل شوي چې د امنيتي وجوهاتو له کبله پاکستان ته له تلو ډډه وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د جنورۍ پر ۱۶مه ویلي وو چې په افغانستان کې د سولې په لړ کې "طالبانو رضامندي څرګنده کړې چې د تشدد لړۍ راکمه کړي او دا د سولې د خبرو لپاره ښه پرمختګ دی".

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د جنورۍ په ۱۸ مه مشال رېډيو ته وويل چې نن بيا په دوحه کې له امريکايي چارواکو سره خبرې لري.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي شاه محمود قريشي په منځني ختيز کې د کړکېچ او سيمې امنيتي حالاتو په رڼا کې د پاکستاني وزيراعظم عمران خان په هداياتو د امريکا په سفر دی.

نوموړي په ايران او سعودي عرب کې د خپلو شوو ملاقاتونو په اړه د امريکا بهرنيو چارو وزير ته تفصيلات هم ورکړي.

شاه محمود قريشي د جنورۍ پر ۱۷مه په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دوی د ايران او منځني ختيځ په شخړه کې د منځګړي رول نه لوبوي.

ده وویل ، “ما د امريکا بهرنيو چارو وزير ته ډېر په وضاحت وويل چې د ايران او منځني ختېځ په شخړه کې د پاکستان د منځګړيتوب کولو هېڅ اراده نشته.”

شاه محمود قرېشي د خپلې دې خبرې نور هیڅ وضاحت نه دی ورکړی.

تر دې مخکې پاکستان ويلي وو چې په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي کمولو لپاره به هڅې کوي.

وزیراعظم عمران خان پر ټویټر لیکلي وو چې د دې لپاره شاه محمود قرېشي سعودي عرب ، ایران او امریکا ته لېږي.

نوموړي زیاته کړې وه چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ته یې هم ویلي چې د سعودي عرب ، ایران او امریکا له پوځي مشرتابه سره اړیکې ونیسي.

دا له هغه وروسته ده چې امریکا د جنورۍ پر درېمه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ایران د قدس ځواک مشر جنرال قاسم سلېماني په یو هوايي برید کې وواژی.

تر هغه پېښه وروسته د ایران او امریکا ترمنځ ترنګلتیا لا زیاته شوه او ایران هوډ وښود چې د قاسم سلېماني د وژنې بدل به اخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG