د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک لبیک ۸۶ غړو ته اورول شوې سزا به عملي شي که نه؟


د تحریک لبیک مشر خادم رضوي
د تحریک لبیک مشر خادم رضوي

پراګ - د پاکستان د پنجاب صوبې په راولپنډۍ کې یو عدالت د تحریک لبیک پارټۍ ۸۶ غړو ته په دې تور د ۵۵ کاله بند سزا اورولې ده چې د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې یې د لاریونونو پر مهال تشدد کړی وو.

د تحریک لبیک په سزا شوو غړو کې د تحریک د مشر خادم رضوي ورور امیر حسېن رضوي هم شامل دی.

تحریک لبیک پارټۍ دا لاریونونه له هغه وروسته کړي وو چې د پاکستان سپریم کورټ د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه عیسوۍ مېرمن اسیه بي بي بې ګناه بللې وه او د خوشي کولو امر یې کړی وو.

د تحریک لبیک مشرانو هغه مهال لاریونونو ته په ویناوو کې د اسیه بې بې د خوشي کولو پرېکړه کوونکي ججاج د وژلو وړ بللي وو.

د یاد ګوند مخکښ پیر اعجاز اشرفي اوس د عدالتي پرېکړې په اړه رسنیو ته ویلي چې په دې پرېکړه کې له دوي سره بې انصافي شوې ده او دوي به یې پرضد لوړ عدالت ته ځي.

تحریک لبیک د ۲۰۱۷م کال په نومبر کې هم په اسلام اباد اباد کې د یو پرلت په نتیجه کې د هغه وخت د مسلم نون ډلې حکومت پر دې مجبوره کړی وو چې د قانون وزیر بدل کړي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې د تحریک لیبک په څېر سخت فکر لرونکې یو مذهبي ډلې غړو ته داسې په لویه پېمانه سزا نه ده اورول شوې.

په پاکستان کې پر سخت دریځۍ نظر لرونکې لیکواله ډاکټر عایشه صدیقه وايي ، د دې په خیال پر دې سزا ځکه ښايي عمل ونه شي چې دوي به لومړی های کورټ ته ځي او بیا سپریم کورټ هم شته.

ډاکټر عایشه صدیقه وویل ، د پاکستان پوځ له داسې ډلو سره په مرستو تورن دی نو دا اوس یو داسې تاثر ورکول ښکاري چې ګواکې پوځ له داسې ډلو سره نه دی ولاړ.

نوموړې زیاته کړه چې دې ته د سخت دریځو په وړاندې د پاکستان د امنتي ادارو په تګلاره کې څه بدلون نه ښکاري.

نوموړې وویل ، "لومړۍ خبره دا ده چې دا د تحریک لبیک د قابو کولو یوه طریقه ده چې عدالت ته یې ور وړاندې کړی دی ، او بل به تاسو ته یاد وي چې د آی ایس آی اوسني مشر فېض حمید هغه وخت په تحریک لیبک کې پېسې وېشلې وې چې کله دوي د نواز شریف پرضد پرلت وهلی وو نو اوس زما په خیال دا کار له هغوي څخه د یو واټن ساتلو لپاره کوي. ګني په دې حواله خو د پاکستان په تګلاره کې هیڅ بدلون نه دی راغلی."

خو د سیمه ییزو چارو بل کار پوه رحیم الله یوسفزی وايي ، ده ته ښکاري چې پاکستان د سخت دریځۍ او ترهګرۍ پر وړاندې سختي پیل کړې ده.

د ده په وینا ، د تحریک لبیک پارټۍ غړو ته د سزا اورول هم ښايي د دې لړۍ برخه وي چې ګواکې پاکستان نور له داسې ډلو سره نرمي نه کوي.

رحیم الله یوسفزي زیاته کړه چې "پر پاکستان فشار هم وو چې د ترهګرو خلاف کاروايي وکړي او هغوي ته د رسېدونکو چندو او پېسو مخنیوی وکړي او که پاکستان داسې ونکړي نو اقتصادي بندیزونه پرې لګېدای شي او پاکستان له وړاندې هم تر څارنه لاندې دی."

له رحیم الله یوسفزي څخه مې وپوښتل چې که پاکستان د تحریک لبیک غړو ته په تګلاره کې د بدلون له مخې سزا اورولې وي نو بیا خو دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې د تحریک طالبان پاکستان پر ویاند احسان الله احسان ولې مقدمه نه چلوي؟

نو ده په ځواب کې وویل "څه کسان خو شته چې په پاکستان کې بندیان دي او تر اوسه عدالت ته نه دي وړاندې شوي. په هغه کې یو مصلت دی اوس که دوي احسان الله احسان عدالت ته بیايي مقدمه پرې چلوي او سزا ورکړي نو بیا به نور هغه کسان چې غواړي وسلې کښېږدي ، په هغه کې د تحریک طالبان پاکستان ، جماعت الحرار ، حزب الحرار یا لښکر اسلام هم داسې د داعش هم داسې کسان شته نو بیا به هغوي نه راځي."

پر پاکستان او په ځانګړې توګه پوځ او امنیتي ادارو یې دا تور دی چې دوي په ګاونډیو هیوادونو او په ملک دننه له سخت دریځو او ترهګرو ډلو کار اخلي. خو هغوي دا ردوي او داسې تور لګونکي د پاکستان مخالف بولي.

XS
SM
MD
LG