د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې د تاوتریخوالي کمولو پر ځای اوربند وکړي: رحیمي


اژانسونه وايي طالبانو خلیلزاد ته د اوربند وړاندیز کړی

کابل - د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر ویلي چې طالبان دې د تاوتریخوالي کمولو پر ځای اوربند وکړي.

عبدالسلام رحیمي د جنورۍ پر ۱۶مه په کابل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته وویل، د تاوتریخوالي کمولو اندازه معلومه او مشخصه نه وي نو ځکه ورته د منلو وړ نه دی.

رحیمي دا څرګندونې تر هغه څو ساعته وروسته وکړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، طالبانو له امریکا سره د موافقې لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته رضایت ښوولی دی.

قریشي د جنورۍ پر ۱۶مه په یوه ویډیويي پیغام کې دا د سولې موافقې پر لوري یو ګام بللی دی:

"یو ښه پرمختګ شوی دی. طالبان د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې منلو ته چمتو شوي دي. زما په اند، له دې سره د [امریکا او طالبانو] ترمنځ د سولې موافقې لوري ته ګام اخیستل شوی. پاکستان په دې لړ کې خپل مسوولیت تر ډېره سرته رسولی دی."

قریشي تر دې زیات معلومات نه دي ورکړي.

په عین وخت کې اسوشيېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانس د جنورۍ پر ۱۶مه د امریکا او طالبانو له مذاکراتو د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته د لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی دی.

دواړه اژانسونه وايي، طالبانو د جنورۍ پر ۱۵مه ناوخته خلیلزاد ته یوه دوسیه ورکړې چې پکې یې له اووه څخه تر ۱۰ ورځو پورې د اوربند کولو وړاندیز کړی دی.

خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر لا رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د جنورۍ ۱۶مې پر مازیګر پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې طالب استازو د خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره لیدلي او د موافقې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي چې"څو ورځې به دوام وکړي."

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

طالبان د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې منلو ته چمتو شوي دي.
شاه محمود قریشي

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر پر اتمه تر هغې درې ورځې وروسته له طالبانو سره خبرې لغوه کړې چې یادې وسله والې ډلې په کابل کې پر بهرنیو سرتېرو د حملې ذمه واري ومنله.

په هغه برید کې د یوه امریکايي او یو رومانیايي سرتېري په ګډون ۱۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي ول.

تر دې دوه میاشتې وروسته ټرمپ په نومبر کې د افغانستان ناڅاپي سفر پر مهال امریکايي سرتېرو ته په وینا کې ویلي ول چې طالبان موافقې ته لېواله دي او واشنګټن ورسره خبرې کوي.

د ۲۰۱۸ز کال له اکتوبر راهیسې چې خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره خبرې پیل کړي، پاکستان، افغانستان، روسیې او اروپايي هېوادونو ته یې یو شمېر سفرونه کړي دي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو کولو انکار کړی دی او وايي، کله چې له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسي نو بین الافغاني خبرې به پیل کړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG