د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصغر اڅکزی: په کوټه، قلعه عبدالله او پښین کې نوې ضلعې جوړو


اصغر خان اڅکزی
اصغر خان اڅکزی

کوټه - د بلوچستان حکومت غواړي چې د کوټې ، قلعه عبدالله او پښین ضلعې ووېشې او نوې ضلعې پکې جوړې کړي.

د واکمن اتحاد غړي او د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دا غوښتنه یې وزیراعلی ته وړاندې کړې او هغه منلې ده.

اصغر خان اڅکزي وویل چې وزیراعلی جام کمال د جنورۍ پر اتمه د لوړ پوړو چارواکو د غونډې مشري کولو پرمهال امر کړی چې په دې اړه دې د جنورۍ تر ۲۳مې رپورټ وړاندې کړل شي.

ده وویل ، "شاوخوا ۲۲۰۰۰۰۰ لکه ابادي د کوټې ښار او ضلعې ده ، ۷۵۰۰۰۰ ابادي د قلعه عبدالله ده او هم داسې ۷۵۰۰۰۰ د پښین ده او دا ټول نژدې څلور میلیونه ابادي کېږي. نو موږ ورته وویل چې لږ تر لږه قلعه عبدالله باید د قلع عبدالله او چمن په نامه او پښین بیا د پښین او خانوزي یا کاریزات په نامه په دوو دوو ضلعو ووېشل شي چې خلکو ته له دې سره په انتظامي توګه اسانتیاوې جوړې شي."

په بلوچستان کې زیاتره وخت د بلوڅ او پښتون ملتپالو ترمنځ د وسایلو پر سر اختلافات اوسېدلي دي.

اصغر خان اڅکزي وویل دوي وزیراعلا ته په ډاګه کړې ده چې که په بلوڅ مېشتو سیمو کې د ضرورت پر اساس نوې ضلعې جوړوي نو دوي یې مخالفت نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، "موږ وزیراعلا جام صاحب ته وویل چې که په بلوڅ مېشتو سیمو کې د اوسنۍ سرشمېرنې له مخې داسې ضلعې شته چې ابادي یې شاوخوا اووه یا اته لکه وي نو هغه دې هم ووېشل شي او موږ هیڅ اعتراض نه لرو."

نوموړي وویل چې دوي دا ضلعې د ژبې او نسل پر اساس نه بلکې د دې لپاره جوړوي چې ځايي خلکو ته په انتظامي او نوور چارو کې اسانتیاوې جوړې کړي.

د بلوڅ ملتپال نشنل ګوند مشر حاصل بزنجو مشال راډیو ته وویل چې دوي په صوبه کې د نویو ضلعو جوړولو مخالف دي.

حاصل بزنجو وویل، "په بلوچستان کې د نویو ضلعو هیڅ ضرورت نشته ، هر یو راځي او هڅه کوي چې د خپلې انتخابي حلقې مطابق نوې ضلعې جوړې کړي. دا عادت اوسنی نه بلکې پخوانی دی. ځینې داسې ځایونه هم شته چې یوازې د خلکو د خوشاله کولو لپاره ورته د ضلعو حثیت ورکړل شوی دی."

د ده په وینا ، د دې ټول بوج پر بجټ پرېوي او له دې سره غیر ترقیاتي بجټ زیاتېږي او د دې هیڅ ګټه نشته.

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی ډاکټر فدا بازی وايي ، د ولس ضرورت ته په کتلو د حکومت دا ګام د ستایلو وړ دی خو طریقه یې سمه نه ده.

نوموړي وویل، "انتظامي څانګې د صوبې ضرورت دی باید جوړې شي خو طریقه کار یې سم نه دی ، پر دې باید له وړاندې یو بحث شوی وای ، د دې سیاسي اړخ هم شته ، ټولنیز او اقتصادي اړخ یې هم شته نو په کار وه چې پر دې یې ټولې اړوند خواووې راغوښتي وای او یوه مباحثه ورباندې شوې وای دا یوازې د بېروکرېټانو کار نه دی."

ډاکټر فدا بازي وویل چې د بلوچستان یوه لویه ستونزه دا ده چې د ریاست وسایل پکې تر پرمختګ زیات پر امنیت خرڅېږي او تر څو چې پام پرمختګ ته نه وي اوښتی تر هغه وخته مسایل نشي حل کېدای.

بلوچستان په ۳۴ ضلعو وېشل شوې د مځکې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده.

XS
SM
MD
LG