د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وسله والو پاکو سیمو کې امنيتي پوستې جوړوو: میاخېل


د ننګرهار له والي شاه محمود میاخېل
د ننګرهار له والي شاه محمود میاخېل

د ننګرهار چارواکي وايي چې په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د داعش له ماتې وروسته په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات پیل شوي او کومې سیمې چې له وسله والو پاکېږي، هلته دایمي امنیتي پوستې او بیزونه جوړېږي.


په جلال اباد کې د مشال راډيو خبریال بازمحمد عابد د ننګرهار له والي شاه محمود میاخېل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي، کومې سیمې چې له داعش وسله والو پاکې شوې دي، نو هلته بې ځایه شوې کورنۍ بیرته ورغلې او پرمختيايي کارونه مو پيل کړي او که څنګه؟

نوموړی په ځواب کې وايي:

مياخېل: موږ چې څومره عملیات په ننګرهار کې کړي، هلته موږ دايمي پوستې اچولې دي. هلته مو د پوستو د حمايه کولو په خاطر بېزونه جوړ کړي دي. کوم ځای پورې چې سرک تللی، هلته مو امنیتي پوستې اچولي دي. تاسو ته معلومه ده چې اوس ژمی دی، یخني ده او هلته واورې اورې او بل هلته ماینونه هم موجود دي، نو د خلکو ورتګ يو وخت او زمان غواړي. نو موږ کوښښ کوو چې اول سیمې له ماینونو پآکې شي، بیا خلک هلته ولاړ شي او له هغې وروسته بیا د ابادۍ کارونه لکه د زراعت، تعلیم، صحت په برخه او که د خلکو د کورونو جوړول دي، دا هر څه به په وخت او زمان سره کېږي.

مشال راډیو: په اچين ولسوالۍ کې چې کومې سیمې له داعش وسله والو پاکې شوي، هغه سيمې ساتل کېږي؟ که نه ساتل کېږي، اندېښنه خو به مو نه وي چې وسله وال بیا په کې ځالې جوړې کړي؟
میاخېل: نه. ګوره اچین خو ډېره لویه ولسوالی ده. زیاتې سيمې له پخوا نه پاکې وې، هلته خلک اوسېږي. هلته څه مشکل نشته. یوازې په دوو درو کې باندر او باغدره نومېږي، دا سیمې اوس نوې ازادي شوي دي. هلته پوستې اچول شوي، د داعش او نور وسله وال نه شي کولای چې هلته ولاړ شي. البته ماینونه پاکول یو څه وخت نیسي.

مشال راډیو: اوس چې په شېرازدو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات روان دي، هلته هم امنیتي پوستې جوړېږي او تر کومه حده دا چاره مخته روانه ده؟

مياخېل: جنګ یو تحلیل غواړي او موږ د خپل تحلیل په اساس او امکاناتو په اساس امنیتي توسعه راولو. شېرزادو ولسوالۍ ته په لاره کې پوستې اچول شوي، بېزونه جوړ شوي دي. تګ راتګ پرې کېږي، څه مشکل نشته دی. په دوهمه مرحله کې اوس توسعه ده. هغه هم موږ پیلوو چې ساحه پراخه شي، کله چې ساحه پراخه شي. بیا د طالبانو او نورو وسله والو موجوديت هلته له منځه ځي او د ولس په نظام باندې باور زیاتېږي. اوس یوازې ایسارک (حصارک) ولسوالي پاتې ده او په پلان کې لرو چې هلته هم عملیات پیل او ټول ننګرهار مصوون شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG