د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان به د امریکا او ایران بحران کم کړای شي؟


عمران خان

پراګ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي چې د جنورۍ پر لسمه یې له خپل روسي سیال سېرګی لاوروف سره پر ټلیفون خبرې کړې دي او د منځني ختیځ په اړه یې بحث کړی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې شاه محمود قرېشي سېرګی لاوروف ته ویلي چې نه په سیمه کې د کومې شخړې برخه جوړېږي او نه هم خپله خاوره د بل پرضد استعمال ته پرېږدي.

تر دې وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د جنورۍ پر اتمه پر ټویټر لیکلي وو چې شاه محمود قرېشي به ایران ، سعودي عرب او امریکا ته لېږي.

عمران خان دا هم ویلي وو چې د پوځ مشر ته یې ویلي چې د هغو هیوادونو له پوځي مشرانو سره اړیکه ونیسي او دا پیغام ورکړي چې پاکستان د امن لپاره خپل کردار ادا کولو ته تیار دی خو د جګړې برخه نه جوړیږي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان رښتیا هم د امریکا او ایران ترمنځ د زیات شوی تاوتریخوالي په را کمولو کې رول لوبولای شي او که څنګه؟

د نړیوالو اړیکو پوه ډاکټر سرفراز خان مشال راډیو ته وویل ، پاکستان په داسې یو مقام کې نه دی چې سعودي عرب او امریکا یې خبره ومني.

"موږ خبر یو چې کله په ملایشیا کې کنفرانس وو نو سعودي عرب پاکستان منع کړی وو او پاکستان پکې ګډون نه وو کړی. نو پاکستان دومرې نغوذ پر یوه هم نه لري خو د یو بل ترمنځ د پېغام رسولو کار کولای شي او تر دې زیات زما په خیال څه نه شي کولای."

د سیمه ییزو چارو پوه افراسیاب خټک وايي ، پاکستان که داسې هڅې کوي نو لومړی به له دې هیوادونو سره په خپلو اړیکو کې یو توازن رامنځ ته کوي.

"داسې هغه وخت کېدای شي چې یو ملک په اقتصادي توګه پر خپلو پښو ولاړ وي خو پاکستان یو پلو له سعودي عرب څخه پېسې اخلي او بل پلو یې له امریکا سره اړیکې اوس څه ښې کړې دي خو ایران تل دا شکایت کړی دی چې د پاکستان له خاورې پکې مداخلت کېږي ، نو پاکستان باید لومړی دا مسلې لږ هوارې کړي او بیا داسې هڅې وکړي."

افراسیاب خټک وویل ، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې په صورت کې به د پاکستان لپاره تر ټولو ګټوره خبره دا وي چې په پوره توګه بې طرفه و اوسي.

ډاکټر سرفراز خان وویل ، که چېري پاکستان د ایران پرضد له امریکا سره همکاري وکړه نو دا به یو تېر وتنه وي.

"په پاکستان کې د شعیه مسلک خلک په ښه لوی شمېر اباد دي نو که پاکستان د ایران پرضد د امریکا ملګرتیا وکړه نو دا به په پاکستان کې دننه هم د ګډوډۍ سبب شي. خو که پاکستان د افغانستان جګړې په څېر د ډالرو په تمه دا د خپل یوازېتوب ختمولو لپاره داسې وکړل نو پخوا هم داسې تګلارو تاوان کړی دی او اوس به یې بیا وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې کله امریکا د جنورۍ پر پنځمه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ایران د قدس ځواک مشر جنرال قاسم سلېماني وواژی نو ورسره د دې هیوادونو ترمنځ وار له مخه موجوده ترنګلتیا لا پسې زیاته شوه.

XS
SM
MD
LG