د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: جومات کې چادونې ۱۵ تنه وژلي، داعش يې مسوليت منلی


په کوټه کې مدرسه دارالعلوم الشرعيه
په کوټه کې مدرسه دارالعلوم الشرعيه

کوټه - د کوټې ښار په یوه جومات کې له بمي چاودنې د افغان طالبانو د قاضي القضات عبدالحکيم زوی عبدالغفور او د پاکستاني پوليسو يو لوړرتبه افسر امان الله په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.

دا پېښه د جنوري پر لسمه [د جمعې په ورځ] د سټېلایټ ټاون په غوث اباد کې د ماښام لمانځه پرمهال رامنځ ته شوې ده.

چادونه د "دارالعلوم الشرعيه" مدرسې په جومات کې شوې ده.

د بلوچستان د کورنيو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا یو ځانمرګی برید و.

نوموړي وویل چې حکومت د وروستیو بریدونو له کبله د لویو لویو جوماتونو امنیت ساتنه لا ټینګ کړې خو داسې د کلي د جوماتونو ساتنه کول ستونزمن دي.

د ضياوالله لانګو په وینا ، هم دا لامل دی چې دې ځانمرګي د کلي دا جومات په نښه کړی ځکه چې دا یې یو اسان هدف ګڼلی دی.

د کوتې په غوث اباد کې د ځانمرګي برید وژل شوي او ټپیان
د کوتې په غوث اباد کې د ځانمرګي برید وژل شوي او ټپیان

په عیني شاهدانو کې یوه مشال راډیو ته وویل، "زه په مسجد کې وم پر لمانځه ولاړ وم چې چاودنه وشوه او ډېره زوروره وه."

د طالبانو سرچينو مشال راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د "دارلعلوم الشرعيه" په نوم د دې مدرسې څښتن د افغان طالبانو اوسنی قاضي القضات عبدالحکيم و.

داعش وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت منلی او ويلي يې دي چې دا بريد د "ابو جراح البلوشي" په نوم د دوی يو ځانمرګي بريدګر کړی دی.

په کوټه کې د جنورۍ پر اوومه هم د دغه ښار په مرکز کې له یوې چادونې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG