د لاسرسي ځای

تازه خبر

میانوالي کې پوځي الوتکه لوېدلې


تصویر له ارشیفه

د پاکستان هوایي ځواکونو یوه الوتکه په میانوالي سیمه کې نسکوره شوې ده. د یادو ځواکونو ویاند د نهې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه الوتکه اېف ټي – اووه (FT-7) د لوېدو مهال د معمول پر تربیتي الوت وه.

ویاند ویلي په پېښه کې د الوتکې دوه پایلټان حارث بن خالد او عبادالرحمان مړه شوي دي.

هغه ویلي د پېښې علت معلومولو لپاره یې یوه پلټنیزه ډله ټاکلې ده او زیاتوي چې په پېښه کې هېڅ یو عام وګړي ته ځاني یا مالي زیان نه دی اوښتی.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان هوایي ځواکونو الوتکو د راغورځېدو پېښې شوي دي.

په ۲۴م نومبر کال ۲۰۱۵م کې د FT-7PG په نوم یوه پوځي الوتکه غورځېدلې وه چې پکې د پاکستان وړومبۍ ښځینه پایلوټه مریم مختار مړه شوې وه.

د ۲۰۱۷ ز کال په مې میاشت کې د پنجاب په جنګ سیمه کې د پاکستان یوه میراج الوتکه او په ۲۵م مې میانوالي سره نزدې ایف سېون پي الوتکه غورځېدلې وه خو دغو دواړو پېښو کې پایلوټان خوندي پاتې شوي ول.

په اګست ۲۰۱۷م کې هم دوې پاکستانۍ الوتکې او پروسږ کال یوه تربیتي الوتکه غورځېدلې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG