د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۱۶۵ زره کسان په اېچ ای وي اخته دي


د پاکستان حکومت وايي د اېچ ای وي اېډز ناروغي مخ پر زياتېدو ده نو له دې کبله يې په ګڼو هسپتالونو کې د دې وايرس په اړه د عامه پوهاوي ځايونه جوړ کړي دي. اېچ ای وي HIV وايرس او اېډزAIDS يې پرمختللی شکل او ناروغي ده. په ځينو وختونو کې د اېچ ای وي کنټرول ممکن دی.

چارواکي وايي په ملک کې يې يو لک پنځه شپېته زره اېچ ای وي ناروغان ثبت دي. دا معلومات د صحت اړونده قوانينو جوړولو لپاره د پارليماني چارو سېکرېټري ډاکټر نوشين حامد د جنورۍ پر شپږمه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي دي. په دې کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال تر سېپټېمبره پورې د اېډز ناروغانو شمېر شپږ دېرش زره نهه سوه او دوه وو.

دا مسله د مسلم لېګ (ن) غړې، طاهره اورنګزیب راپورته کړه. هغې په دوشنبه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې وويل چې دا لاعلاجه وايرس، پاکستان ته له بهره ورتلونکي خلک یې وروړي نو بايد پر هوايي میدانونو د ټيسټ لپاره ځايونه جوړ شي. دې زياته کړه: ''زه يوه پوښتنه لرم چې کوم خلک له بهره پاکستان ته راځي... آيا په نړيوالو هوايي میدانونو کې د دې خلکو د ټيسټونو لپاره یو څه انتظام شته کنه؟''

اوسمهال موږ په هوايي میدانونو کې د اېډز ناروغۍ د ټيسټ سهولتونه نه لرو البته په ډېرو روغتونونو کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو درملنه کېږي.


چارواکو دا پوښتنې په تفصيل ځواب کړې. د روغتيا اړونده قوانينو جوړولو لپاره د پارليماني چارو سېکرېټري او پارليماني غړې، ډاکټر نوشين حامد وويل اوسمهال داسې څه انتظام نشته. ''دا مسله پراخېږي نو ځکه يې د مخنيوي لپاره د يوې ځانګړې پالیسۍ جوړولو ضرورت دی. اوسمهال موږ په هوايي میدانونو کې د اېډز ناروغۍ د ټيسټ سهولتونه نه لرو البته په ډېرو روغتونونو کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو درملنه کېږي. پر HIV ناروغۍ اخته میندو څخه زيږېدونکو ماشومانو کې د دې ناروغۍ د شتون خطر ډېر وي خو شکر دی زموږ د ښې درملنې له کبله په پيمز هسپتال کې هېڅ نوی زيږېدلی ماشوم داسې نه دی چې اېډز دې پکې وي.''

په پارليمان کې د ګل په ورځ شوي دې بحث پر مهال د حکمران تحريک انصاف يو استازي، عبدالاکبر چترالي حېراني وښوده چې حکومت له بهره ورتلونکو پاکستانيانو د اېډز وایرس ټيسټ نه کوي. هغه وړاندیز وکړ چې حکومت دې پر هوايي میدانونه د ټيسټ ځايونه جوړ کړي. خو د حکومت استازې ډاکټر نوشين حامد وويل ممکنه نه ده چې هره ورځ پاکستان ته ورتلونکي، په زرګونو مسافر ټيسټ شي.

ډاکټران وايي، که خلک د اېچ ای وي اېډز ناروغۍ په اړه پوهاوی ولري نو دا مرض به نه ډېريږي.

ډاکټر محب مشواڼي مشال راډيو ته په دې اړه وويل: ''خلک بايد استعمال شوي پېچکارۍ (سيرينجونه) ونه کاروي. د سرونو او ږيرو خريلو لپاره دې پترۍ بيا بيا نه کاروي. غېر محفوظې جنسي اړيکې دې نه نيسي او د وينې اخېستو په وخت دې معلومه کړي چې دغه وينه خو به د اېچ ای وي ناروغ نه وي!''

د پاکستاني پارليمان پر وېبپاڼه د حکومت له خوا خپرو شوو معلوماتو ترمخه، د اېډز ناروغۍ ختمولو لپاره يې يوه پنځه کلنه پالیسي جوړه کړې ده. د دې پاليسۍ ترمخه په تېرو لسو مياشتو کې د اېچ ای وي وايرس د معلومولو لپاره اويا زره کسانو ټيسټونه شوي دي. دوی وايي د ټولو صوبو په لويو روغتونونو کې د دې ناروغۍ د ټيسټ او د خورېدو مخيوي لپاره يې د درملنې سهولت موجود دی.

XS
SM
MD
LG