د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپله خاوره د بل هېواد خلاف کارولو ته نه پرېږدو: قریشي


پاکستان ويلي چې خپله خاوره به د بل رياست خلاف استعمالېدو ته پرېنږدي.

دا خبره د پاکستان بهرنيو چارو وزير د جنورۍ پر شپږمه د دې هېواد سېنېټ ته د وينا پر مهال په داسې حال کې کړې چې د ايراني جنرال قاسم سليماني د وژنې وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتريخوالی مخ په زياتېدو دی.

د سېنېټ چيرمين صادق سنجراني شاه محمود قریشي ته ويلي ول چې د سليماني تر مرګ وروسته د رامنځ ته شويو پرمختګونو په اړه دې سېنېټ ته وينا وکړي. په خپلو خبرو کې د بهرنيو چارو وزير وويل، د سليماني تر وژنې وروسته د ايران او امريکا تاوتريخوالي پاکستان اندېښمن کړی دی. خو هغه په ډاګه کړه چې پاکستان به د هېڅ شخړې برخه جوړ نشي.

(پاکستان په واضحه توګه دا دريځ خپل کړی او ما دا خبره د بهرنيو چارو له وزيرانو سره هم شريکه کړې ده چې د پاکستان خاوره به د هېڅ يوه رياست پرضد استعمال نشي او نه به هم پاکستان ددې سمه ييزې جګړې برخه شي.)

شاه محمود قریشي په خپله وينا کې هغه ۱۱ اندېښنې يو په يوه بيان کړې چې د ده په وينا پاکستان يې د قاسم سليماني تر وژنې وروسته لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG