د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي قانون ترمیمي مسوده نیمګړې ده: رباني


د پاکستان پارلمان وداني

پاکستان پیپلز پارټۍ ويلي چې د حکومت له خوا په راوړل شوي پوځي قانون (ارمي اېکټ) کې ځينې نېمګړتياوي دي.

حکومت د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کاري مودې غځولو لپاره د سپریم کورټ د فيصلې په رڼا کې د پوځ قانون کې د بدلون قانون قامي اسمبلۍ ته د جنورۍ پر درېمه نېټه وړاندې کړی وو.

د جنورۍ پر پنځمه نېټه په کراچۍ کې د پيپلز پارټۍ مرکزي کمېټۍ د بلاول بوټو زرداري يه مشرۍ د قانوني مسودې جاج واخيست.

تر غونډې وروسته د ګوند يو مشر سېنېټر رضا رباني خبرې غونډې ته وويل، چې په وړاندې شوې مسوده کې نيمګړتياوي شته خو البته هغه په ګوته نه کړې.

هغه وويل، ګوند يې غواړي په دې اړه مثبت رول لوبوي او په غونډه کې يې فيصله کړې ده چې په مسوده کې به ځينې بدلونونه تجويزوي.

رضا رباني زياته کړه، دوی يوه کمېټۍ جوړه کړې چې له نورو سياسي ګوندونو سره تماس ونيول شي او هغوی په وړاندې شويو بدلونو راضي کړي.

خو رضا رباني دا نه وویل چې دوی په قانوني مسوده کې کوم کوم بدلونونه غواړي.

اپوزيشن ګوند مسلم ليګ نواز وار له مخه د ارمي اېکټ د ملاتړ اعلان کړی دی.

ارمي ترميمي اېکټ دا وخت د قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ تر غور لاندې دی.

په قانون کې د پاکستان مځکني، هوايي، سمندري ځواک او د ګډو ځواکونو مشرانو د تقاوت عمر له ۶۰ څخه ۶۴ کالونو ته د غځولو وړاندیز شوی دی.

حکومت دا قانون له هغه وروسته راوړی چې د پاکستان سپريم کورټ د نومبر په مياشت کې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کاري مودې غځولو په اړه د حکومت حکم وځنډاوه او امر يې ورکړ چې په شپږو مياشتو کې دننه دې د قانون سازۍ له لارې په ارمي اېکټ کې شته ابهام ختم کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG