د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډیويی مجله: له ظفر افغان او قدرت حلیم سره مرکې


د مشال راډیويي مجلې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ له دوو لیکوالو قدرت حلیم او ظفر افغان سره د هغوی پر نویو ادبي فعالیتونو غږېدلي یو.

قدرت حلیم د افغانستان د خوست ولایت اوسیدونکی او د کابل پوهنتون د ژبو او د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغ شوی دی.

حلیم له خوسته د دنګ چینار په نوم یوه ادبي مجله هم خپروي چې هغه یې مسوول مدیر دی. ترڅنګ یې له ځینو سیمه ییزو راډیوګانو سره هم همکاري لري او ادبي او کلتوري خپرونې پر مخ وړي.

تازه تازه یې یو ناول چاپ کړی چې تاتره نومېږي، موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره خبرې کړي.

د مجلې په دې ګڼه کې مو د کوټې د یو لیکوال او ژباړن ظفر افغان سره هم خبرې کړې دي. نوموړي د افغانستان د معاصر لیکوال او ناول لیکونکي نصیر احمد احمدي یو ناول په اردو ژباړلی دی.

ظفر افغان وايي، دا یې اردو ژبې ته د کوم پښتو کتاب د اړولو لومړنۍ هڅه ده او غواړي چې دې کار ته پسې ادامه ورکړي. هغه مشال راډیو ته دا هم وویل چې کوم پښتانه په نورو ژبو پوهېږي، ورته پکار دي چې د خپل وطن ادبي اثار هغو ژبو ته وژباړي څو نړۍ له دې خبره شي چې موږ د ادب او کلتور نړۍ ته څومره ارزښتمن توکي وړاندې کوو. نور تفصیل د مجلې په تازه ګڼه کې

د مشال راډیويي مجله دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG