د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د پاکستاني پوځ لپاره روزنیز پروګرام منظور کړ


د پاکستاني پوځ د لوړپوړو چارواکو یوه غونډه (پخوانی عکس)

پراګ – د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستاني پوځ لپاره د خپل روزنیز پروګرام بحالولو منظوري ورکړې ده.

د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وزیرې ایلیس ویلز د جنورۍ پر دریمه پر ټویټر وویل چې د دواړو هیوادونو د پوځونو تر منځ د همکارۍ په موخه ولسمشر ټرمپ د پاکستان لپاره د دې پروګرام د بحالولو منظوري ورکړه.

د ولسمشر ټرمپ ادارې څه د پاسه یو کال وړاندې د ترهګرۍ خلاف د ډاډ وړ ګامونو نه پورته کولو په تور دغه پروګرام پر پاکستان بند کړی و.

د پاکستاني پوځ پخوانی بریګيډیر محمود شاه وايي د دې پروګرام د بحالۍ اعلان امریکا ځکه کړی چې د پاکستان پر پوځ خپل نفوذ غواړي.

"څه موده مخکې امریکا اعلان کړې و چې هغه پروګرام بیا پیلوي. د هغې وجه دا وه چې مخکې دا پروګرام امریکا بند کړې و او د هغې پس پاکستان دغه شان معاهده له روس سره کړې وه. نو ځکه امریکا دا سوچ وکړ چې داسې خو به پاکستان بالکل زموږ له اثره ووځي نو د هغې د واپس راتلو لپاره یې دغه یو قدم اوچت کړی دی."

محمود شاه د دې پروګرام په اړه وویل چې دا یو څو افسران وي چې امریکا ته ولاړ شي او چې واپس راشي نو د امریکا په اړه یو ښه سوچ لري.

د ده په وینا ، د دې اغېز وي خو دومره زیات نه وي.

د ولسمشر ټرمپ لخوا د پروګرام د منظورۍ اعلان پرون په داسې حال کې وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه تر منځ ټلیفوني خبرې شوې وې.

خو محمود شاه وايي د جنرال باجوه او پامپیو تر منځ له ټلیفوني خبرو سره د پروګرام د بحالۍ تړاو نه ویني هغه ځکه چې دا خبرې په بغداد کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې په اړه وې.

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد ډاکټر سرفراز خان وايي داسې ښکاري چې امریکا په ایران کې یو محاذ پرانستل غواړي چې پکې له ځان سره ایتلافیان را یوځای کړي.

"ښکاري داسې چې امریکا او د لویدیځ نور هیوادونه په دې خبره پوه دي چې په پاکستان کې اصل حکمرانان پوځ دی نو ځکه په عراق کې د ایرانی جنرال تر وژل کېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټلیفوني خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یا له وزیراعظم سره نه بلکې د پوځ له مشر سره کړې دي."

ډاکټر سرفراز خان وویل چې څه د پاسه کال مخکې چې کله دا پروګرام پر پاکستان بند شو نو هغه وخت په امریکا کې پر دې بحث کېدو چې د دې به د ګتې پر ځای نقصان ورسیږي ځکه چې د پاکستان پر پوځ د امریکا اثراتو کې به کمی راشي.

د ډاکټر سرفراز خان په وینا ، دا د امریکا په قامي مفاد کې ده او د پاکستان پوځ لپاره ګټه وره ده خو ولس ته به ترې هیڅ قسمه فایده ونه رسي.

ډاکټر سرفراز زیاتوي چې په پاکستان کې په دې اړه تشویش دی چې چېرې د واکدارانو له لاسه یې هیواد د افغانستان په شان په یو بل جنګ کې ښکېل نه شي.

د پاکستان په پوځ کې د ښه افسرانو تربیت په بهر هیوادونو لکه امریکا، برتانیا او کینيډا کې کیږي. په دې کې د امریکايي پوځ نړیوال روزنیز او تعلیمي پروګرام هم شامل دی.

کارپوهان وايي چې کله دغه افسران د پوځ لوړې دندې ترلاسه کړي نو هغوی ته یې ګټه دا وي چې د بهرو هیوادونو پر پوځي نظام خبر وي.

XS
SM
MD
LG