د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني پوځ له مشر سره خبرې کړې دي


د امریکا د بهرنیو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو وزیر مایک پامپیو

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره پر ټلیفون خبرې اترې کړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې امریکا د جنورۍ پر درېمه د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د قدس ځواک مشر قاسم سليماني په عراق کې وواژی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره يې د امريکا پر هغه دفاعي اقدام خبرې کړې دي چې له مخې يې قاسم سلېماني ووژل شو.

مایک پامپیو زیاته کړې چې د ايراني رژيم فعاليتونه بې ثباته کونکي دي خو د دوی د امريکا د ګټو، کسانو، تنصيباتو او اتحاديانو خوندي کولو هوډ به کله هم کمزوری نشي.

د پاکستاني پوځ مطوعاتي څانګې هم په يو ټويټ کې د يادو دواړو مشرانو ترمنځ د ټليفوني خبرو پخلی کړی دی.

یادې څانګې زياته کړې ده چې مایک پامپیو له جنرال باجوه سره د سيمې پر حالاتو او په دې وروستيو کې په منځني ختيځ کې د راپورته شوي کړکېچ د ممکنه نتايجو په اړه خبرې وکړې.

ای ایس پي ار په یو بل ټویټ کې ويلي دي چې د پاکستان د پو ځ مشر جنرال باجوه پر دې خبره ټينګا وکړ چې بايد ټولې اړونده خواوې زيات زغم وښيې او تعميري هلې ځلې وکړي.

د پوځ مشر د افغان سولې بهير په بريالي کولو د توجو برقرار ساتلو اړتيا هم تکرار کړې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د دفاع وزارت په وینا ،امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ دویمې پر سهار په بغداد کې د برید منظوري ورکړې وه.

د دفاع وزرات په بیان کې ویل شوي چې "امریکايي پوځ د ولسمشر په لارښوونه، له هېواده بهر د خپلو سرتېرو د ساتنې په موخه د ایران د انقلاب ساتونکي قدس ځواک د مشر قاسم سلیماني له وژنې سره یو پرېکنده دفاعي اقدام کړی دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د جنورۍ په دريمه په ټوېټر ليکلي چې پرون يې د پاکستان د پوځ له مشر ، افغان ولسمشر ، د جرمني د بهرنيو چارو وزير ، فرانس بهرانيو چارو وزير او يو شمېر نورو چارواکو سره خبرې کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG