د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغانستان د قاسم سلېماني د وژنې اغېز؟


جنرال قاسم سلیماني
جنرال قاسم سلیماني

یوشمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو عمومي قوماندان قاسم سلیماني وژل کېدل به ایران دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې له خپلو نیابتي ډلو د امریکا ګټو او تاسیساتو پر وړاندې کار واخلي.

سلیماني د عراق پایتخت بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي ځواکونو په یو برید کې ووژل شو.

خو پوښتنه داده چې د ده مرګ ولې په افغانستان کې اندېښنې راپارولي دي؟

د افغانستان دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي د جنورۍ پر درېیمه ازادي راډيو ته وویل، د سلیماني وژل کېدل به د ایران او امریکا ترمنځ د نیابتي جګړې لامل شي.

عاصي وویل: "د واشنګټن او تهران ترمنځ ډېرېدونکې ترینګلتیا سره موږ د امریکا او ایران ترمنځ په نېږدې راتلونکي کې د یوې جګړې رامنځ ته کېدو وېره ګورو. دا ځل به دواړه هېوادونه ښکاره او په علني ډول جګړې ته ودانګي، دا جګړه به یوازې ایران کې پاتي نه شي، دا به ټوله سیمه ونیسي، ځکه ایران په سیمه کې خپل نفوذ لري، امریکا هم پوځي اډې لري. په خواشینۍ سره چې په دغه جګړه کې دواړه لوري له نیابتي وسیلې کار اخلي."

عاصي په دې باور دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د یوې احتمالي جګړې د پیل یو لوی ګواښ به دا وي چې په افغانستان کې د ایران تر ملاتړ طالبان به د سولې له مذاکراتو بهر شي او جګړې ته به دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، همدارنګه د ایران تر ملاتړ سیاسي ډلې به هم د امریکا تر ملاتړ لاندې د سولې بهیر په وړاندې منفي تبلیغات وکړي.

ایران د افغانستان لویدیځ ګاونډی دی او د دفاع وزارت پخوانی چارواکی وایي چې د قاسم سلیماني وژنه به د هېواد په جنوب او جنوب لویدیځ کې جګړه لا ګړندۍ کړي.

عاصي، ایران ته د طالبانو د یوشمېر جګپوړو استازو پرلپسي سفرونه، په دغه هېواد کې د یوشمېر طالب چارواکو د کورنیو حضور او همدارنګه له طالبانو د ایراني وسلو ترلاسه کېدل په طالبانو د ایران د نفوذ مهمې بیلګې یاد کړې.

ایران بیا تل دا تورونه رد کړې دي.

خو دا چې د ایران د قدس ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني وژل کېدل به د افغانستان په سولې او جګړې څه اغیزې ولري؟

کارپوهان وايي، دا ایران پورې اړه لري چې امریکا په وړاندې څه ډول غبرګون ښیې.

د دې کارپوهانو له ډلې داوود ناجي ازادي راډیو ته وویل چې که ایران د قاسم سلیماني د وژل کېدلو په غبرګون کې یوازې په لفظي شخړو بسنه وکړي، دا به پر افغانستان کوم اغیز ونه لري.

خو نوموړي وویل، ایران نه غواړي چې د امریکا ځواب په خپله خاوره کې ورکړي.

"که چېري په سېمه کې تاوتریخوالی زیات شي او جګړه تېزه شي، طبعي خبره ده چې ایران هڅه کوي چې په سیمه او افغانستان کې د امریکا ټولې پوځې اډې د یو هدف په توګه وګوري او هڅه به وکړي چې په دې لار کې طالبان هم له ځان سره ولري."

خو ناجي وايي، دا هېڅ امکان نه لري چې طالبان په دې "جګړه" کې له ایرانیانو سره مل وي، ځکه په باور یې د ایران "ایډیالوژي او تاریخ" د ځینو نورو هېوادونو لکه سعودي عربستان او پاکستان په څېر له طالبانو سره برابر نه دي.

قاسم سلیماني څوک و؟

قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواک مشري کوله.

دا ځواک د ایران د سپاه پاسداران بهرنی پوځي مټ ګڼل کیږي چې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا د بهرنيو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل شوی دی.

قدس ځواک په منځني ختیځ کې د ایران پلوو ملیشو په روزلو، پاللو او ملاتړ کې پراخ رول لري.

د دې برید راپور په داسې وخت کې ورکول کیږي چې په عراق کې په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

قاسم سلیماني د ۱۳۳۶ لمریز کال د کرمان ولایت رابر کلی کې وزېږېد. خپله لومړنۍ دنده یې د انقلاب لومړیو میاشتو کې د کرمان ولایت د اوبو اداره کې پیل کړه.

۶۳ کلن جنرال قاسم سلیماني د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه يي ته نږدې کس وه.

د ایران مذهبي مشر خامنه یي د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ویلي چې سخت غچ به یې واخلي او زیاته کړې یې ده چې د قاسم سلیماني لار به دوام لري.

جنرال قاسم سلیماني په افغانستان کې هم یو پیژندل شوې څېره وه.

هغه په افغانستان کې ترډيره په دې پيژندل کېده چې د فاطمیون لښکر بنسټ اېښودونکی و.

فاطمیون په شام کې د ایران له نیابتي ډلو شمېرل کېږي چې د ریپوټونو له مخې ډېری غړي یې په ایران کې افغان کډوال جوړوي.

تردې وړاندې د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د ۱۳۹۶ لمریز کال د قوس په میاشت کې په تهران کې د محبان اهل بیت په نوم ناسته کې د قاسم سلیماني له ونډې مننه او له هغو کسانو ستاینه وکړه چې په شام جنګېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG