د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو کسانو وکیل انعام رحیم زوی پر خپل پلار لګېدلي تورونه نه مني


د ورکو کسانو وکیل انعام رحیم
د ورکو کسانو وکیل انعام رحیم

که څه هم له پنډۍ ښاره له تېرو دوو اونیو راهیسې ورک د لادرکه کسانو وکيل او مدني فعال کرنل انعام الرحيم له تورونو سره یوځای راڅرګند کړل شو.

د پاکستان حکومت په ړومبي ځل منلې چې انعام رحيم له دوی سره دی. د دفاع وزارت عدالت ته ویلي دي، نوموړی يې ځکه په حراست کې اخیستی دی چې سرکاري خفیه قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) یې مات کړی او خفيه مالومات یې په ډاګه کړي دي.

د لاهور های کورټ په پنډۍ څانګه کې د لادرکه کسانو د درخواستونو اورېدنې پر وخت دفاع وزارت د تښتول شوي وکيل په اړه مالومات ورکړل. د وکیل انعام رحیم زوی حسنېن انعام مشال رېډيو سره په خبرو کې نه یوازې د خپل پلار په راجوتېدو خوشي وښوده بلکې پر هغه د لګېدلیو تورونو په غبرګون کې یې وويل، چې د پوځي قانون له مخې دی ونیسي.

نوموړي زیاته کړه، ''دا ښه خبره ده چې کم از کم دوی دا ومنله چې دا حرکت د دوی دی. دوی زما پلار د پوځي قانون له مخې نشي نيولی،هغه يو عام ولسي وګړی دی. په پوځ کې هم هغه د پټو استخباراتي مالوماتو په څانګه کې نه وو نو هغه به څه خفيه مالومات افشا کړي وي. بله داچې څه باندې لس کاله وشو هغه پوځ پرېښی دی.''

حسنېن انعام وايي پلار يې دوې هفتې مخکې نیمه شپه وسله والو د کور له مینځه یوړو خو اوس مالومه شوه چې هغه د استخباراتي ادارو په حراست کې دی. پښتون ژغورنه غورځنګ چې د لادرکه کسانو راخوشې کولو لپاره هلې ځلې کوي هم له حسنېن انعام سره همغږي وښودله او وايي، دا غېرقانوني ګام دی چې استخباراتي ادارې يو تن اغوا کړي او بيا دوې هفتې پس وايي چې له دوی سره دی.

په پنجشنبه د غورځنګ یو مخکښ او پارلېماني غړی محسن داوړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ''که پر يوه تن څه تورونه وي نو بايد چې پرضد يې اېف ای ار وکړل شي او هغه په ښکاره ونيول شي او په ښکاره عدالت ته وړاندې کړل شي. يو تن اغوا کول او بيا په حراستې مرکزونو کې ساتل له قانون او ايين سره په ټکر کې دي.''

د زيارت پر ورځ جج وقاص مرزا د لادرکه کسانو د درخواستونو اورېدنه کوله نو مرستيال سرکاري وکيل محمد حسنېن او دفاع وزارت استازي برېګډېر فلک ناز عدالت ته وويل چې رېټارډ کرنل انعام د دوی په حراست کې دی ځکه چې هغه د سرکاري خفیه قانون افيشل سيکرېټ اېکټ سرغړونه کړې ده.

د پاکستان پوځ پخوانی لېفټېننټ جنرل طلعت مسعود وايي، د دې قانون د خلاف ورزۍ مطلب دا دی، په انعام الرحيم تور دی چې د پو ځ او ملک په اړه يې خفيه مالومات په ډاګه کړي دي. نوموړي په پنجشنبه مشال رېډيو ته وويل که په انعام رحيم دغه تورنه ثابت شول نو د عمر قید يا نوره سخته سزا ورته کېدای شي: ''پر دې زه ډېر څه نشم ویلی ځکه چې دا يوه قانوني مسله ده خو دا خبره ده چې په دې لړ کې له احتياطه کار واخېستل شي ځکه چې ته کله په پوځ کې خدمات ترسره کوې او بيا رېټایرډ شې نو که ته بيا داسې خبرې کوې چې ستا ملک يا ادارو ته ترې تاوان رسي نو ظاهره خبره ده چې هغه بيا يو جرم دی.''

خو د پي ټي اېم مخکښ محسن داوړ چې يو قانون پوه هم دی وايي، د لادرکه کسانو او پوځ سره د تړلو مقدمو وکيل انعام رحيم چې څومره هم خبرې کړې وې نو هغه پټي نه وې: ''د پوځ د حراستي مرکزونو په ګډون نورو موضوعاتو باندې له ډېر پخوا راهيسې د پاکستان په عدالتونو او رسنيو کې بحثونه روان دي او دا اوس پټې خبرې نه دي.''

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د لاهور های کورټ په پنډۍ څانګه کې د انعام رحيم د درخواست اورېدنې پر وخت درخواست ورکونکو عدالت ته خواست وکړ چې د نوموړی عدالت ته د وړاندې کولو حکم ورکړي، عدالت حکم جاري نکړ خو مرستيال حکومتي وکيل او دفاع وزارت استازي ته یې حکم وکړ چې په انعام رحيم څومره الزامات دي د هغو تفصيلات دې نن عدالت ته وړاندې کړي.

وړاندې د انعام رحيم زوی حسنېن انعام د ډېسېمبر په ۱۸ مه مشال رېډيو ته ویلي ول، پلار یې د ورکو خلکو په کېسونو کې د هغوی له کورنیو سره مرسته کوله. همدا راز هغه د پوځي مشرانو د کار مودې غځېدو پرضد څو واره عدالت ته تللی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG