د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر هغه وسله وال ځپو چې سولې ته غاړه نه وي ایښي: احمدزی


د افغانستان دفاع وزارت وایي، تر هغه وخته وسله وال مخالفین هدف ګرځوي چې واقعي سولې او اوربند ته یې غاړه نه وي ایښي.

دا خبره د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ازادي راډیو ته وکړه.

د رپورټونو له مخې په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې په تېره بیا په شمالي ولایتونو کې افغان پوځیانو او وسله والو طالبانو سختې نښتې کړي او د دواړو لوریو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

اخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس چې د کار موده یې په ختمېدو ده ویلي امریکا د تاوتریخوالي داسې کمښت یا اوربند غواړي چې افغان پوځیان هم پکې شامل وي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان پوځیانو اوسنۍ جګړه د سولې د تامین لپاره ده.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي د جنورۍ پر لوړۍ ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو د سولې پر لور هېڅ ګام نه دی اخېستی.

"که چېرته مقابل لوری راځي او د سولې غوښتونکی وي خو داسې نښې نښانې تر اوسه نه دي لیدل شوي. دوی (طالبان) ولې بیا هم بریدونو ته مخه کړې ده. دوی د پردیو لاسپوڅي دي د پردیو برنامې عملي کوي نو که چېرته په دې شکل باندې وي، زه فکر کوم د سولې راتګ بیا په دې لارې چې دوی اوس روان دي یو څه ستونزمن دی. دلته د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه تر هغه مهاله چې دوی واقعي سوله نه وي غوښتي، نو د خپلو خلکو د دفاع لپاره مجبوره دي چې دښمن هدف وګرځوي."

احمدزي وروسته له هغه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه چې د ډېسېمبر پر ۳۱مه شپه او د جنورۍ پر لومړۍ نېټه سهار وختي د افغانستان په شمال کې طالبانو د افغان پوځیانو په پوستو او موټرو بریدونه کړي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي یوازې د تخار په درقد کې د ملي اردو د دوو سرتېرو وژل کېدل تایید کړل.

اخوا فرانسې خبري اژانس او اسوشیټیډ پریس ته د بلخ، کندز او تخار امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا ځینو غړیو تایید کړې چې د ډېسېمبر پر ۳۱مه شپې ناوخته او د جنورۍ پر لومړۍ نېټه سهار وختي د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ افغان پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

دفاع وزارت هم د جنورۍ پر لومړۍ ورځې په اعلامیو کې د لسګونه وسله والو طالبانو د وژلو خبره کړې ده.

د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو کې داسې وخت د طالبانو او افغان پوځیانو نښتو زور اخیستی چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې خپله ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسوي او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طلوع نیوز ټېلېویژن سره په یوه مرکه کې چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه خپره شوه وویل امریکا یوازې د ځان لپاره نه بلکې د افغان پوځیانو لپاره هم د تاوتریخوالي کمښت غواړي.

"موږ یوازې د طالبانو او امریکايي او ایتلافي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت یا د اوربند په اړه غور نه کوو، بلکې په دې (د تاوتریخوالي کمښت یا اوربند) کې افغان پوځیان هم باید شامل شي ځکه له هغه پرته به په تاوتریخوالي کې کمښت ونه شي."

طالبانو هر وار د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند رد کړی او یوازې له امریکا سره خبرې کوي.

د دوی د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وروستی وار د ډېسېمبر پر ۲۰مه خپله ټوېټر پاڼه یو ځل بیا د طالبانو دریځ لیکلی و چې بین الافغاني خبرې یوازې هغه وخت پیلوي چې د بهرنیو عسکرو د وتلو هوکړه لاسلیک شي.

د امریکا او طالبانو خبرې د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر په اوومه تر درې میاشتني ځنډ وروسته بیا پيل شوې وې، خو په بګرام هوایي اډې د طالبانو تر برید وروسته دا خبرې وځنډېدې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد دلیل راوړی و چې طالبان دې له خپلې مشرتابه سره مشوره وکړي چې غواړي او کولای شي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي.

د امریکا سفیر جان بس په خپله وروستۍ مرکه کې ټینګار کړی: "تر دې مخکې چې امریکا بیا خپلې خبرې پيل کړي طالبان دې نه یواځې (امریکا) بلکې تر ټولو مهمه افغانانو ته چې هره ورځ په جګړه کې وژل کېږي ښکاره کړي چې اماده دي په عمل کې تغیر راولي او د راتلونکې لپاره جلا لار غوره کړي."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG