د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په ۱۲۰کارخانو کې ۸۰۰۰ کسان کار کوي


خوست: د بسکټو کارخانې يو کارکوونکی
خوست: د بسکټو کارخانې يو کارکوونکی

په خوست کې د کارخانو او کوچنیو فابریکو مالکان غوښتنه کوي چې افغان حکومت دې د ډېرې پانګونې لپاره، هغوی ته ځمکه او د اړتیا وړ برښنا برابره کړي.

دوی وايي په دې ولایت کې تر ۱۲۰ پورې وړې او منځنۍ تولیدي فابریکې فعالیت لري چې اته زره کسان پکې په کار بوخت دي خو که دوی ته اسانتیاوې برابرې شي نو تر شلو زرو ډېرو کسانو ته به د دایمي کار زمینه برابره شي.

په خوست کې د صنایعو او معدن خونو مشر ګل زالي خان جانان زوی د جنورۍ په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل که د خوست صنعتي پارک جوړ او برښنا ورکړل شي نو په دې ولایت کې به صنعت د اوس په پرتله څو برابره پرمختیا وکړي.

د خوست په يوه کارخانه کې کارکوونکي
د خوست په يوه کارخانه کې کارکوونکي

د لعل بادشاه په نامه يو بل تن چې په ښار کې یو تولیدي شرکت لري وویل ده سره اوس تر ۳۵ کسانو کار کوي خو که حکومت ورته د پانګې اچونې اسانتیا برابره کړي نو يو نيم سل نورو کسانو ته کار برابرولی شي.

د خوست والي محمدحلیم فدايي چې د نورو حکومتي مسوولینو سره یو ځای په ښار کې د فابریکو او کارخانو کتنې ته تللی وو، د جنورۍ په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل غواړي د کارخانو او فابریکو د فعالیتونو څرنګوالی، د خلکو کارموندنه او د هغوی اړتیاوې له نيږدې وویني.

هغه زياته کړه: ((د نوي کال په اولو دریو میاشتو کې به د صنعتي پارک ستونزې حل او د فابریکو مالکانو ته د ځمکو وېش پیل شي.))

په خوست کې د صنعتي پارک لپاره د ځانګړې شوې ځمکې پر سر لانجې او د ځايي خلکو لخوا يې د ځینو سیمو غصب د دې لامل شوی چې پدې ولایت کې د صنعتي پارک جوړول څو کاله وځنډیږي.

XS
SM
MD
LG