د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب بنديان د سولې مذاکراتو کامیابېدو ته په تمه دي


په پلچرخي کې طالب بنديان د اې پي خبري اژانس سره د مرکې پر مهال
په پلچرخي کې طالب بنديان د اې پي خبري اژانس سره د مرکې پر مهال

په افغانستان کې طالب زندانيان د امريکې او طالبانو ترمنځ ممکنه سولې تړون ته هيله من دي او د خپلې ازادۍ ښه موقع يې بولي.

دوی ته معلومه ده چې د سولې هره هوکړه چې کېږي، د بنديانو تبادله به یې له مهمو موضوعاتو وي. په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ يو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره مذاکرات روان دي. ایسوسيټيډ پريس خبري اژانس د طالبانو سرچينو له خولې ليکلي چې د پنځه زره طالب بنديانو نومونه یې امريکايي چارواکو ته ورکړي چې د افغان حکومت له زندانه بايد خوشي شي.

سره له دې چې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د بنديانو تبادله د سر موضوع ده، د دې جګړه مارانو د خوشي کولو لپاره ډېره بيړه نشته. په افغانستان کې د امريکې بيارغونې دفتر سيګار په خپل يو رپورټ کې ويلي چې امريکايي او افغان چارواکي د دې بنديانو په پرپښودلو کې زړه نا زړه دي.

څيړونکي دا احتياط سم بولي. ایسوسيټيډ پريس خبري اژانس ته د واشنګټن په ویلسن سنټر څيړنيز مرکز کې د ایشيا د برخې مشر، مايکل کوګلمين ويلي وېره ده چې که دا طالبان ازاد شي نو بيا به د افغانستان بې ثباته کولو لپاره جګړه پېل کړي.

په پلچرخي کې طالب بنديان
په پلچرخي کې طالب بنديان


طالبان له ۱۹۹۶ څخه ۲۰۰۱ کال پورې پر افغانستان حاکم وول. دوی پر خلکو سختي کوله. پر موسيقۍ بنديز وو. جينکۍ ښوونځيوو ته نه شوې تللی، ښځې له نارينه محرم بغېر له کوره نه شوای وتلی او اقتصاد بيخي خراب وو.

ایسوسيټيډ پريس خبري اژانس ليکلي طالبان دومره سختدريځه وو چې اوس اوس په ټولنه کې د دوی د ورګډولو ټولې هڅې ناکامه شوي دي. دې اژانس د کابل په پلچرخي زندان کې د ځينو طالبانو سره مرکې کړې دي. له نيزدي لس نيم زرو قيديانو څخه خواو او شا درې زره یې طالبان دي. دوی له نورو بنديانو جلا ساتل شوي دي. دوی په ښو جامو او ښه صحت کې ښکاري. دلته ځينو طالبانو ته لس، ځينو ته پنځلس او ځينو ته تر دې ډېر کلونه قېد سزا ورکړل شوې ده.

ځينو طالب بنديانو د پخوا په نسبت د خپل دريځ د نرمښت ادعا کړې ده. همدغسي دريځ په قطر کې د امريکايانو سره خبرې کوونکو طالبانو هم ښودلی خو د دوی د دې دريځ په اړه ډېر شکونه موجود دي. تېره کال له نورستانه داسې يوه ويډيو خپره شوه چې طالبانو پکې يوه مېرمن له دې کبله په دُرو وهله چې هغې د کورنۍ د يو غړي په واده کې سندرې ويلي وي.

XS
SM
MD
LG