د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ماتو افغانیو کمی دی


سلګونه کسان په جلال اباد ښار کې د افغانستان بانک ولایتي څانګې مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي چې د افغانیو واړه بانک نوټونه ترلاسه کړي.
سلګونه کسان په جلال اباد ښار کې د افغانستان بانک ولایتي څانګې مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي چې د افغانیو واړه بانک نوټونه ترلاسه کړي.

د ننګرهار اوسېدونکي او کاروباریان وایي، په دغه ولایت کې د حکومتي ادارو له خوا پر پاکستاني روپیو د معاملاتو تر مخنیوي وروسته، د افغانیو وړو بانک نوټونو کموالي یې کاروبار اغېزمن کړی دی.

دوی وايي، د همدې ستونزې له امله اړ دي، په روپیو راکړه ورکړه وکړي.

منګل چې په جلال اباد ښار کې دوکان لري وايي، دا چې له خلکو او دوکاندارانو سره د افغانیو واړه بانک نوټونه نشته، نو راکړه ورکړه نه کېږي او اجناس یې په ورځو، ورځو په دوکان کې پراته وي.

"ماتې افغانۍ خو بېخي نشته. چې پنځوسی څوک راکړي، بیا ګرځو چې ماتې ورته پیدا کړو. که پیدا نه شي نو هغه سړی مجبور شي چې جنس راپرېږدي. مال مو همداسې پروت وي. صرافۍ ته کلدارې (پاکستانۍ روپۍ) وړو په هغه نرخ یې نه اخلي چې هغه د خدای لار وي، دا خو عامو خلکو ته تاوان دی".

په دې ورځو کې لسګونه کسان د وړو بانک نوټونو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان بانک ولایتي دفتر مخې ته په کتار کې ولاړ وي. دوی وايي؛ که واړه بانکنوټونه ننګرهار ونه رسېږي، کاروبار به سخت زیانمن شي.

د جلال اباد اوسېدونکي عرفان الله ازادي راډیو ته وویل: "یو ساعت کېږي چې د صرافۍ مخې ته ولاړ وم، هلته د یوې افغانۍ درک نه و. له دولته غواړو چې وړې پیسې راوړي او په هټۍ والو یې وویشي او صرافانو ته یوه افغانۍ هم ورنه کړي."

د دغه ښار یوه بل اوسېدونکي استقلال وویل: "خلک چې کله مونږ ته غټ بانکنوټ راوړي، بېرته له مونږ سره ماتې نه وي، نو راغلي یوو چې افغانستان بانک پیسې راکړي. دلته رش جوړ دی، پولیس مو په لښتو وهي، نه پوهېږم څه وکړو، په دې توګه خو غریب تباه دی."

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم حکومتي ادارو د پاکستاني روپیو پر معاملاتو بندیز لګولی.
د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم حکومتي ادارو د پاکستاني روپیو پر معاملاتو بندیز لګولی.

که څه هم د افغانستان بانک د ننګرهار څانګې مسؤلین بازار ته د سلګونو میلیونو وړو بانک نوټونو نشرولو خبره کوي، خو د جلال اباد ښار د صرافانو د ټولنه وایي، دوی ته د افغانستان بانک مسؤلینو د اړتیا په اندازه افغانۍ نه دي ورکړي.

دغې ټولنې تېره ورځ په دې خاطر چې د افغانیو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ وو، د اعتراض په ډول د جلال اباد د صرافۍ مارکېټ تړلی و.

د ننګرهار د صرافانو ټولنې په خبره، تر دې مهاله صرافۍ مارکېټ ته یو میلیون افغانۍ ورکړل شوي او دوی بازار ته ایستي، خو نورې پیسې نه لري.

خو د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د خلکو تقاضا ډېره شوې، خو د افغانستان بانک کافي افغاني نوټونه لري او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

ښاغلي شګیوال وویل: "په ننګرهار کې په کافي اندازه بانک نوټونه شته، یوه ستونزه د وړو بانک نوټونو وه چې اوس حل ده. عملاً د افغانستان بانک یو پلاوی ټاکلی چې هلته توزیع وکړي. دوی به د دې پروسې څارنه کوي او د مشخصو غرفو له لارې به نوټونه توزیع کېږي او خلک کولای شي چې پیسې ترلاسه کړي."

په ورته وخت کې، نن د افغانستان د صرافیو په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو نرخ هم شاوخوا یوه افغانۍ رالوېدلی او سل ډالر په ۷۷۶۰ افغانیو تبادله کېږي.

د افغانستان بانک وايي، دا چې په بازار کې د افغانۍ تقاضا ډېره شوې نو ځکه افغانیو د ډالرو پر وړاندې هم ارزښت پیدا کړي.

د افغانستان بانک د مسوولینو په خبره که چېرې د ننګرهار او خوست تر څنګ په فراه، هرات او نمیروز کې هم ورته کمپاین عملي شي د افغانیو ارزښت به د بهرنیو اسعارو په وړاندې نور هم ارزښت پیدا کړي.

راپور: سهارګل امیرزی

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG