د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د تحریک طالبان پاکستان قومندان وژل شوی


خوست - امنیتي سرچینې وايي، د تحریک طالبان پاکستان (حکیم الله مسود ډلې) یو مهم قومندان قاري سیف الله مسود په خوست کې وژل شوی دی.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه، د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې وسله والو د ډېسېمبر ۲۸مې او ۲۹مې ترمنځ شپې مهال سیف الله د خوست په ګلان کیمپ کې په خپل کور کې وژلی دی.

په ګلان کیمپ کې د وزیرستانیو کډوالو یو مشر داود مسود د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې قاري سیف الله مسود د یکشنبې (اتوار) پر مازیګر شاوخوا درې بجې د ګربزو په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د ده په خبره، یو کس له څو ورځو راهیسې د مسود په کور کې مېلمه وو او بل ملګری یې هم ورغلی وو چې هغوی ویشتی او بیا تښتېدلي دي.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند حیدر عادل په ګلان کیمپ کې د شوې پېښې تصدیق کوي خو د وژلي کس نوم نه ښيي او زیاتوي، دا یوه "جنايي" پېښه ده چې پولیس یې پلټنې کوي.

له رپورټونو سره سم، قاري سیف الله مسود په پاکستان کې د یو شمېر بریدونو په پلانولو او ترسره کولو کې لاس لاره.

د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل نو زرګونه کورنۍ خوست او پکتیا ته ورواوښتې چې پکې نوموړی هم شامل وو.

قاري سیف الله مسود پخوا په کورمه کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند هم پاتې شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG